Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کمېسیون: ۸۵سلنه د بایومټریک دستګاو مالومات طی مراح شوي دي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي چې ۲۲۵۸۸ محلونو بایومتریک شوي رایې ښې چې دغو محلونو کې ۱,۷۳۷,۰۷۸رایې کارول شوي دي.

د ټاکنو خپلواک کمسیون رییسې، حوا علم نورستانۍ دوشنبې(د تلې په ۲۲مه نېټه) کابل کې یوې خبرې ناسته کې وویل چې تراوسه ۳۹۸۰ محلونو رایې اطلاعاتي بانک ته نه دې لیږدول شوي.

د کمسیون غړي ډاډ ورکوي چې تر سبا  پوری به د ټاکنو پایلو ټولې پاڼې اطلاعاتي بانک ته ولیږدول شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړې، رحیمه ظریف وايي:« یو میلیون اولکه اوه دیرش زره اته اویا رایې په ټوله کې له ۲۲۵۸۸ محلونو او له ۳۹۰۰ محلونو پاتې دي او تر کار لاندې د ي، خو شمېرې وروستۍ شوې نه دي.»

د ټاکنو خپلوک کمیسیون له دې مخکې د بایومتریک او غیربایومتریک رایو شمېر کابو دوه میلیونه او اووه سوه زره اعلان کړی وو.

دا کمیسیون د ارزول شویو رایو په اړه هم شمېرې وړاندې کوي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییسه ، حوا علم نورستانۍ څرګندوي:« ۲۵۵۶۰ د پایلو پاڼې تصفیه شوې دي، ۲۵۵۲۲ د پایلو فورمې د جمع بندۍ ملي مرکز کې ثبت شوي دي. او ۸۷ د پایلو فورمې تفتیش ته چمتو دي.‎»

یوه مهم پوښتنه دا ده چې بایومتریک رایې څرنګه له غیر بایومتریک رایو څخه بیلیږي؟

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون غړی، حنیف دانشیار څرګندوي:«موږ د پایلو دیجیتلي او فزیکي فورمې سره پرتله کوو تر څو توپیر پیدا کړو.‎»

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون غړی، محمد عبدالله زیاتوي:«کابو څلور زره محلونه پاتې دي، هغه به هم ډېر ژر شامل کړو.‎»
په داسې حال کې چې پنځه ورځې د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان ته پاتې دي خو ددې کمیسیون یو شمیر غړي شک لري چې په دغه بنسټ کې پڅ کار ته په پام سره دې لومړنۍ پایلې په ټاکلي وخت اعلان شي.

وروسته له پایلو پاڼو د ۲۲۵۸۸د بایومټریک د دستګاو مالومات د ټاکنو خپلواک کمېسیون اطلاعاتي بانک ته انتقال شوي دي

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه