امنیتي سرچینه د کندز امام صاحب او چهاردرې ولسوالو کې د افغان ځواکونو پر پوستو د طالبانو برید پایله کې د ۶ افغان سرتېرو له وژل کېدو خبر ورکړ.
سرچینه نن(دوشنبې د چنګاښ په ۲۳مه نېټه) زیاتوي، نښتو کې ۷ سرتېري ټپیان شوي.
د مالوماتو له مخې نښته کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې نه دی څرګند.
همداراز د بدخشان د والي ویاند، نیک محمد نظري هم د دغه ولایت ارغنجخواه ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوستې د القاعدې او داعش ډلې په همکارۍ طالبانو له بریده خبر ورکوي چې پایله کې یې ۷ سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی دی.
نوموړی زیاتوي چې نښته کې ۲ سرتېري ټپيان شوي دي.
د ښاغلي نظري په خبره، ځوابي برید کې ۵ طالب وسله وال هم وژل شوي او یو شمېر ټپیان شوي دي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.