Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندز کې اتو افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړ

په کندز ولایت کې د افغان ځواکونو او طالب وسله‎والو ترمنځ نښته کې اتو تنو افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی دی.

دې ولایت کې د پامیر شلمې فرقې نن(یک‎شنبې د غويي۲۳مه) د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې دا نښتې تېره شپه هغه مهال شوې دي چې یو شمېر طالب وسله‎والو د دشت ارچي پر بازار بریدونه کړي دي.

خبرپاڼه همداراز زیاتوي چې په دې نښتو کې د طالب وسله‎والو سرې قطعې ۶ غړي هم وژل شوي دي او څلور طالبان ټپیان دي.

خبرپاڼې وړاندې ویلي دي چې افغان ځواکونو له څو ساعتونو نښتو وروسته د طالبانو برید په شا تمبولی دی.

د پامیر ۲۰مه فرقه وايي چې افغان ځواکونو وروسته له څو ساعته نښتو د طالب وسله‎والو برید په شا تمبولی دی

شریک یي کړئ