Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندز کې د طالبانو برید کې ۱۶ افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړ

د کندز ولایت  سیمه ییز چارواکي سې شنبې (د تلې په۳۰مه نېټه)وایي چې د یاد ولایت پر علي اباد ولسوالۍ د طالبانو برید په پایله کې ۱۶ افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

د کندز امنیه قومندان، عبدالرشید بشیر وایي چې لسګونه طالب وسله والو تېر ه نیمه شپه دافغان سیمه ییزو او امنیتي ځواکونو پر پوستو برید وکړ چې پایله کې یې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله واوښته.

هغه زیاتوي:"افغان ځواکونو په دې ولسوالۍ کې په دې وروستیو ورځو کې پوځي عملیات. پيل کړي وو او او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه او په پایله کې طالبانو د غچ اخیستو لپاره تېره شپه د یو ضعف ټکي استفاده کړې او د ولسوالۍ پر یوشمېر برخو یې برید وکړ."

هغه همداراز په د دغو بریدونو کې د علی اباد د امنیه قومندان وژل کېدل رد کړل، خو دا یې تایید کړه چې د یوې ۲۰ کس ییزې پوستې قومندان، آمر محمود په نښته کې وژ ل شوی دی"

یو سرتېری چې له دغو بریدونو روغ راوتلی دی وایي:"ما کابو یو ساعن له طالبانو سره جګړه وکړه او په دې موده کې مې ‌‌‌‌‌‌ډېر همکاران زما د سترګو په وړاندې ووژل شول او راته ‌‌‌‌‌‌ډېر سخت حالت وو. او وروسته له یوه ساغت جګړې کله چې مرستندویه ځواک راورسیدل زه له سیمې وتښتیدم."

د کندز پولیس وایي سیمې ته د تازه دمه ځواکونو له رسېدو سره طالبان وتښتېدل.

طالبان هم تاییدوي چې په دغې ولسوالۍ کې یې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي دي.
 
د کندز امنیه قومندان ادعا کوي چې نښتو کې طالبانو ته هم درنه مرګ زوبله اوښتې ده

شریک یي کړئ