د کندز ولایت ځایي چارواکي وایي چې په دغې ولایت کې یې د د طالبانو ۱۲ تنه غړی ژوندې نیولي دي.
د هېواد شمال لویدیځه حوزه کې د پولیس ویاند محفوظ الله اکبری وایي دغه دولس تنه طالبان یې هغې مهال نیولي چې په یوه فلان کوچ موټر کې سپاره وو او غوښتل یې د کندز خان اباد په لویه لار کې له وسلهوالو طالبانو سره د جګړې لپاره یوځای شي.
اخوا د کندز امنیه قومنداني څرګندوي چې د کندز خان اباد د لویې لارې ډېرې برخې یې د وسلهوالو طالبانو له شتون څخه پاکې کړي دي.
ددې ولایت د امنیه قومنداني خپره شوي خبر پاڼه وایي چې د ګدام نه د سیدرسول تر تانک سیمې پورې ټولې سیمې د ترهګرو له شتونه پآکې شوي دي او دولتي ځواکونه د چهار سرای د سیمې په لور روان دي.