Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندز کې له طالبانو سره نښته کې ۱۶ افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړ

کندز کې یوه امنیتي سرچینه وايي د کندز ښار په "د اوبو لوله و باغ" سیمه کې له افغان ځواکونو سره نښته کې ۱۶ افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی دی.

سرچینه همداراز نن(چهارشنبې د کب په ۱۴مه نېټه) د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ په "بوته کشان" سیمه لس پوله ساتي ځواکونه له ځانه سره بېولي دي.

همداراز د هلمند د والي ویاند، عمر ځواک وايي چې دغه ولایت کې نن سره له طالبانو سره نښته کې دوو افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د هېواد په اوولسو ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې سختې شوې.

د ارزګان مرکز، ترینکوټ په نیچین سیمه کې د  افغان ځواکونو پر پوستو د طالبانو بریدونو پایله کې ۶ سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی او ۸ نور ټپيان دي.

د والي ویاند، زړګی وايي نښته کې ۸ طالب وسله وال هم وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

په زابل ولایت کې هم د یوه افغان سرتېري د وژل کېدو راپور ورکړل شوی دی.

د راپورنو له مخې وروستیو نښتو کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې نه دی څرګند.

د هلمند او کندز ولایتونو تر ټولو ډېر نا امنه وو.

    د راپورونو له مخې وروستیو نښتو کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

شریک یي کړئ