Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندز کې ماین چاودنې د دوو کورنیو ۱۳غړي ووژل

کندز کې ماین چاودنې د دوو کورنیو  ۱۳ غړي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي وژلي دي.

د کندز ولایت د رسنیو له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې چهارشنبې ماسپښین شاوخوا ۳ بجې(د لیندۍ په ۶مه نېټه) د خان اباد ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي چې امام صاحب ولسوالۍ ته روان وو، موټر یې د سړک غاړې ماین سره برابر شوی.

خبرپاڼه کې راغلي دي چې یادې کورنۍ د یوه واده مراسمو ته روان وو.

 د خبرپاڼې له مخې په وژل شویو کې کسانو کې ۶ ښځې، یو سړی، ۶ پېغلې او ۲ ماشومان دي.

له دغې پېښې یوازې یو سړی له خپلې وړې لور سره، ژوندی وتلی، چې دواړه ټپیان دي.

که څه هم د کندز سیمه ییز چارواکي وایي طالبانو دا ماین اېښی وو، خو طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې ولسمشرۍ ماڼۍ هم دخبرپاڼې په خپرولو سره پېښه غندلې او ویلي یې دي چې پېښه د طالبانو لخوا د خښ شوي ماین چاودنې له کبله رامنځته شوې ده.

د ولسمشرۍ په خبرپاڼه کې راغلي دي:«په خواشینۍ سره پرون ماښام د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ اړوند سیمه کې د ملکي وګړو پر موټر د طالبانو د ځای پرځای شوي ماین په چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون زموږ یو شمېر هیوادوال شهیدان او ټپیان شوي دي.»

خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله ویل شوي دي چې دغه ډول پېښې له خلکو سره د طالبانو دښمني بللې ده.

خبرپاڼه همداراز زیاتوي:« ماشومانو، ښځو او عامو افغانانو پر وړاندې د طالبانو دغه ډول جنایتونه له ولس سره د دښمنۍ په مانا دي.»

ولسمشر غني دغه پېښه غندلې ده چې دغه ډول پېښې له خلکو سره د طالبانو دښمني بللې ده.

شریک یي کړئ