Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندز کې یو چوک د جنرال رازق په نامه ونومول شو

په کندز کې یو چوک د کندهار ولایت پخواني امنیه قومندان، جنرال عبدالرازق په نامه نومول شوی او د نوموړي د وژل کېدو لومړي تلین سره سم، پرانیستل شو.

د دغه چوک رغنیز کارونه یو کال مخکې پیل شوي وو.

د کندز ولایت سیمه ییز چارواکي د دغه چوک پرانستل د فرهنګي او ټولنیزو اړیکو په ټینګښت کې اغېزمن بولي.

د کندز والي، عبدالجبار‎ نعیمي وايي:«داسې ودانیو جوړول د هغو اتلانو چې د هېواد لپاره سرښندنې کوي او ځانونه قربانوي، د هغوی درناوي لپاره دي، او باید چې د داسې ځوانانو په نامه د هېواد پر هرځای کې څلي جوړ شي.»

د کندز امنیه قومندان، جنرال رشید بشیر زیاتوي:«د دې څلې جوړول ښکاره کوي چې هغه کسان چې ځانونه قرباني کوي، د خلکو په یاد کې دي او خلک یې لا هم درناوی کوي.»

په همدې حال کې د کندز ولایت اوسېدونکي جنرال رازق د هېواد ریښتینی بچی بولي او زیاتوي چې نوموړي د ملي ګټو لپاره فکر کاوو او په دې لاره کې قرباني شو.

د کندز ولایتي شورا رییس، یوسف ایوبي څرګندوي:«موږ وغوښتل چې د سر دوره څلورلاره کې د جنرال رازق په نامه څلۍ جوړ کړو، د تادین خان له کورنۍ هم مننه کوو چې مالي امکانات یې زموږ واک کې راکړل.»

د کندز ښاروال، انجنیر فرید فضلي زیاتوي:«د کندز په ښار کې نورې څلور لارې هم شته، غواړو هغه هم ورغوو، ښاروالي به د دغه څلې د ساتنې لپاره هڅه وکړي.»

د جنرال رازق چوک د ۴۰زره ډالرو په ارزښت په سر دوره ښارګوټي کې جوړ شوی. جنرال رازق یو کال مخکې د یوه نفوذي کس لخوا چې د کندهار والي د ساتونکي په توګه یې کار کولو، ووژل شول. د ښاغلي رازق د وژل کېدو مسوولیت طالبانو ومانه.

شریک یي کړئ