پرېکنده ملاتړ ماموریت وايي چې نن له غرمې مخکې (شنبې د مرغومې په ۲۱مه) په کندهار ولایت کې د امریکايي سرتېرو پر موټر یوه نښلوونکي (مقناطیسي) ماین چاودنه کړې ده.
دغه ماموریت د دغې پېښې د ډېرو جزییاتو او دا چې دا پېښه قرباني لری که نه څه نه دي ویلي.
د پرېکنده ملاتړ ماموریت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه پېښه تر څېړنې لاندې ده او د هغه جزییاب به شریک شي.
بلخوا طالبانو د دغې پېښې مسوولیت منلی دی.