Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندهار کې د ترهګرو د ۱۵کس‌ییزې ډلې نیول کېدل

د کندهار ولایت سیمه ییز چارواکي د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو پوځي عملیاتو کې د ۱۵ کس  ییزې ترهګرې ډلې له نیول کېدو خبر ورکوي.

له ولایت مقام نه په خپره شوې خبرپاڼه کې نن(پنج‎شنبې د تلې په۱۸مه نېټه) راغلي دي چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د تېرو دوو اوونیو په ترڅ کې ځانګړې عملیات کړې او په پایله کې یې یوه ۱۵کسیزه ترهګره ډله نیول شوې ده.

خبرپاڼه وړاندې کاږي، په دغو عملیاتو کي پنځه میله کلاشینکوف، ۲ زره د کلاشینکوف مرمۍ، درې میله توفنګچې او یو موټرسایکل هم د ملي امنیت ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

خبرپاڼه وايي چې «نیول شویو ترهګرو په کندهار ښار او ولسوالیو کي دولتي افراد، قومي مشران، دیني عالمان او روښنفکران ترور او په شهادت یې رسول.»

دغه راز زیاته شوې چې یادي ډلي د امنیتي ځواکونو پر اکمالاتي موټرو او امنیتي پوستو ډله‌ییز بریدونه هم کول.

د ملي امنیت ځواکونو په عملیاتو کي پنځه میله کلاشینکوف، ۲ زره د کلاشینکوف مرمۍ، درې میله توفنګچې او یو هنډا موټرسایکل هم د ملي امنیت ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

خبرپاڼه کې همداراز زیاته شوې چې نیول سویو ترهګرو په خپلو جرمونو د اعتراف ترڅنګ ویلي، چي د ترهګریزو فعالیتونو د زده‌کړې په موخه څو ځلې پاکستان ته هم تللي او هلته یې د ماینونو جوړولو او نورو ورانکاره فعالیتونو په برخه کي زده کړي ترسره کړي دي.

ویل شوي دي چې نیول شویو کسانو د امنیتي ځواکونو پر اکمالاتي موټرو او امنیتي پوستو ډله‌ییز بریدونه هم کول

شریک یي کړئ