Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندهار کې د وژل شویو پلار او لس لور کورنۍ عدالت غواړي

د کندهار په شاولیکوټ ولسوالی کې یوه کورنۍ د ملي اردو ځواکونو په ډزو سره د لس کلنه نجلۍ او پلار د وژلو لپاره یې له دولته د عدالت غوښتنه کوي.

 دغه پېښه څو ورځې مخکې د شاولیکوټ ولسوالۍ په کندولانو سیمه کې شوې ده. د قربانیانو کورنۍ وايي چې د کلې په څنډه کې د ملي اردو پوستې نه پر کورونو ډزې شوې دي، او لس کلنه نازدانه پکي ووژل شوې ده.

دوی وايي کله چې دوی د اعتراض په ډول د نازدانې جسد پوستې ته وړی، سرتېرو پر دوی ډزې کړې او پایله کې یې د نوموړې پلار، جمعه ګل هم وژل شوی دی.

د وژل شوې نجلۍ تره، محمد په دې اړه وايي:«اردو راته ویل چې دا څه دي؟ طالب مو راته راوړی دی؟ موږ ورته وویل چې نه دا طالب نه دی، داهغه جلۍ ده چې تاسي تېره ورځ شهیده کړې ده. موږ کابو شپیته کسان وو، او دوی پر ټولو ډزې وکړې چې یو ورور مې هم شهید شو.»

د یادې نجلۍ خپلوان، عبدالبصیر څرګندوي:«زموږ کسان چې شهیدان شوي او ټپیان شوي دي، باید غور وشي او نور داسې پېښې تکرار نشي.»

د کندولانو د سیمې اوسیدونکي له حکومته د عدالت غوښتنه کوي او وایي د نازدانې او جمعه ګل قاتلانو ته دې سزا ورکړل شي.

د قربانیانو یو تن خپل، محمد قاسم وايي:«زموږ خلک، په کورنو کې ښځې وژل کیږي، ماشومان مو وژل کېږي، کلي کې خلک ټپیان کیږي. دا د دوی ګټه ته که تاوان.»

بل خپلوان یې، حاجي هستي زیاتوي:«طالب راځي زموږ له کوره ټک کوي، حکومت بیا هاوان ولي، موږ تر نیمو شپو په سمڅو کې ناست وو چې اوس به هاوان راځي او موږ به وژني.»

بل لوري د کندهار والي، حیات الله حیات وايي، د پيښې د څېړنې په موخه د ملي دفاع وزارته پلاوی راغلی وو او د ملي اردو دوه سرتېري نیول شوي هم دي چې د قانون له مخې به سزا ورکړل شي.

ښاغلی حیات زیاتوي:«له مرکز نه پلاوی راغلی وو، لوی درستیز راغلی وو، هغه سرتېري چې دزې کړې وي، او د قانون له مخې به سزا ورکړل شي.»

همداراز د دفاع وزارت ویاند، روح الله احمدزی زیاتوي:«پلاوی له مرکزه کندهار ولایت ته لیږدول شوی، او وروسته له څېړنو به د قانون په رڼا کې پرېکړه وشي.»

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو بنسټونه تل د جګړې له ښکېلو غاړو غواړي، څو په جګړه کې د ملکي کسانو ژوند خوندیتوب ته پام وکړي.

د ملګرو ملتونو شمېرې ښیې چې افغانستان کې د ملکي کسانو مرګ ژوبله د جګړې له کبله ډېره لوړه ده.

شریک یي کړئ