Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندهار کې د پاکستان له خوا توغندويي بریدونو کې ۱۵ تنه وژل شوي

ملي دفاع وزارت په یوې خبرپاڼه کې وايي چې د کندهار سپين بولدک کې پر استوکنیزې سیمې د پاکستاني پوځیانو په توغندويي بریدونو کې ۹ تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۵۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي دي چې د هېواد د وسله وال پوځ لوی درستیز محمد یاسین ضیا، د هېواد ټولو ځواکونو په ځانګړې توګه د ۲۰۵ اتل، ۲۰۱ سېلاب او ۲۰۳ تندر قول اردوګانو ته لارښونه وکړه چې د پاکستاني پوځيانو بالمثله کړنې ځواب ته بشپړ چمتووالی ونیسي او په ډیورنډ کرښه له سپکو او درنو وسلو سره سمبال کړي.

خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي چې د ښاغلي ضیا په لارښونه، هوايي ځواکونه او ځانګړي ځواکونه په لومړۍ درجه بیړني حالت کې دي او د افغانستان په خاوره پاکستاني پوځيانو د توغندويي بریدونو د دوام په صورت کې، د افغان پوځیانو له بالمثله کړنې سره به مخ شي.

خو د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي وايي چې په دغو پېښو کې ۱۵ تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۸۰ تنه نور پټيان شوي دي.

د هغه په وینا، دا پېښه د کندهار ولایت سپين بولدک ولسوالۍ په چمن دروازه کې شوې ده.

هغه زیاتوي چې دغه نښته د یوې مودې لپاره دوام وکړ ځکه چې افغان ځواکونو هم د پاکستاني پوځ په ځواب لاس پورې کړ.

د دغې پېښې په لسګونه تنه د دغه ولایت په روغتون کې تر ترملنې لاندې دي.

ډاکټران وايي چې په ټپيان کې ماشومان هم شامل دي چې د ځينو روغتیايي حالت یې د اندېښنې وړ دی.

ورته مهال د پېښې ځينې شاهدان وايي چې په دغې پېښه کې د یوې کورنۍ اوه تنه غړي وژل شوي او د دغې کورنۍ یو ماشوم په بد وضعیت کې روغتون کې بستر دی.

د پېښې یو شاهد وايي:«برید داسې و کله چې نښته پيل شوه، د هغوی لومړنی برید پر عامو خلکو و. هلته څه باندې سل او حتا زر تنه سره راټول شوي وو.»

د کندهار یو بل اوسېدونکی هم زیاتوي:«موږ دلته راغلي یوو چې وینه وکړو او له موږ سره نور ځوانان هم راغلي دي.»

شریک یي کړئ