د کندهار امنیتي چارواکي د دغه ولایت ارغستان ولسوالۍ کې د ماین چاودنې په ترڅ کې د ۹ ملکي کسانو له وژل کېدو خبر ورکړ.
دغه چارواکي وايي نن(چهارشنبې د غبرګولي په ۱۴مه نېټه) له غرمې مخکې خوشک رود سیمه کې د ملکي کسانو د سورلۍ موټر د طالبانو لخوا پر خښ کړل شوي ماین برابر شوی او پېښه رامنځته شوې ده.
دوی همداراز زیاتوي چې چاودنه کې ۵ ملکيان ټپیان دي.
دا په داسې حال کې ده چې سرپل کې هم تېره ورځ د سرک غاړې ماین چاودنې د ۳ ملکي کسانو ژوند اخیستی اوو او څلور نور یې ټپیان کړي وو.
د سرپل د امنیه قومندانۍ ویاند، نورآغا فیضي وویل پېښه په داسې حال کې وشوه چې د ملکي کسانو د سورلۍ موټر له جوزجانه د سرپل پر لور روان وو. هغه زیاته کړه چې ټپیانو کې درې ښځې شاملې دي.
ښاغلي فیضي همداراز څرګنده کړې وه چې ماین د طالبانو لخوا ځای پر ځای شوی وو.
طالبانو د دواړو پېښو په تړاو څه نه دي ویلي.