Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندهار کې په دم کولو سره د روږدو کسانو درملنه

د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ملا زینو په نامه یو کس وايي چې په دم او دعا په نشه د روږدو کسانو درمنله کوي.

هغه په سیمه کې د ملازینو په نامه د درملنې مرکز لري او د مرکز مسوول وايي چې د هر ناروغ درملنه کابو ۴۰ ورځې وخت نیسي او اوس په دغه مرکز کې کابو ۶۰۰ کسان تر درملنې لاندې دي.

په نشې روږدی کس، عبدالله وايي:« موږ چي په لومړی ورځ دلته راویستل سو، موږ ته يي توبه دم کړي، او کله چي مو اوبه وڅيښلي بیا موږ جوړ سو، او په کرار کرار ډول مو د نشي عادت پریښودی.»

بل روږدی کس، سخي داد زیاتوي:«‎بس په دا اوبو کي خدای زموږ شفا اواچولي ده، اوس هم دلته ډېر کسان دې چې آن بیخي لیونیان شوي دي، هم دلته روزل کیږي.»

هغه کسان چي تازه د ملا زنیو په روغتیايي مرکز کې بستر کېږي، ویل کېږي چې حالت یې ناسم وي او تړل کېږي، خو ورو ورو یې حالت ښه کیږي.

په نشې رودی کس، باغوان وايي:«موږ تر پخوا ډير شوي یو، کوم کسان چې جوړ شي، بیا له دې ځای څخه نه ځي، دلته په رضاکاره توګه خدمت کوي، ځکه دوی ته د ټولني درد معلوم وي.»

بل روږدی کس، نعمت الله زیاتوي:«‎موږ اوس ښه ژوند لرو، نشې مو کړې دي، ډېری ځایونه تللی یو، خو دلته زموږ ښه درملنه شوي ده.»

د دغه روغتون مسوول وایې دلته د ټولو په نشه روږدو کسانو درملنه په شخصي لګښت کوي.

ملا زینو هم چې د نشه يي کسانو د درملنې د مرکز مسوول دی وايي:« کله چې په لومړیو ورځو کې دلته په نشه روږدی کس د خپلوانو له لوري راوړل شي، هغه ډېر لیونتوب کوي، بیا زه اوبه ورته دم کوم کله چې هغه وڅيښي، د هغه د بدن ټول زهري مواد د خولي له لاري ایستل کیږي، او کرار کرار بیا نشه پریږدي، ما اتلس کاله مخکې دا ځای جوړ کړ، ځکه په ټولنه کې په نشه روږدي کسان نشم زغملی ځکه د هغوی ژوند ډېر تریخ وي.»

په دغه روغتون کي د کندهار تر څنګ د هلمند زابل ارزګان او نورو ولایتو کسانو ته هم درملنه ورکول کیږي

د نشه يې توکو درملنې مرکز مسوول وایې دلته د ټولو په نشه روږدو کسانو درملنه په شخصي لګښت کوي.

شریک یي کړئ