Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندهار کې ځانمرګي برید د مدرسې ۱۱ زده‎کوونکي ووژل

د کندهار ولایت سیمه‎ييز چارواکي وايي چې په دامان ولسوالۍ کې نن(دوشنبې د غويي۱۰مه) د ځانمرګي برید په پایله کې د یوې مدرسې ۱۱ زده کوونکي وژل شوي دي.

دا برید د رومانیايي ځواکونو پر کاروان شوی دی.

دا چارواکي زیاتوي چې پیښه غرمه کابو ۱۲ بجې په دامان ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځته شوه چې ځانمرګي بریدګر له چاودیدونکو توکو ډک موټر ته د رومانیایي ځواکونو کاروان ته څېرمه چاودنه ورکړه.

د کندهار پولیس همداراز څرګندوي، دغه پیښه کې ۹ ملکي کسان، دوه  افغان سرتېري او ۵ رومانیايي سرتېري هم ټپیان دي.

د برید مسوؤلیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

سیمه ییز چارواکي وايي چې دا پېښه له غرمې مخکې کابو یوولس بجې د دامان ولسوالۍ په حاجي عبدالله کلي کې هغه مهال شوې ده چې زده کوونکي له مدرسې فارغ شوي وو

شریک یي کړئ