Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندهار کې ډیورند کرښې ته نېږدې سیمو کې د پوځي عملیاتو پیل

افغان ځواکونو د کندهار ولایت د یو شمېر ولسوالیو په هغو سیمو کې پوځي عملیات پيل کړي چې د تېرو څو کلنو راپدیخوا د وسله‎والو طالبانو په ولکه دي.

دا سیمې ډیورنډ کرښې ته نېږدې او غرنۍ دي. دا سیمې د وسله‎والو طالبانو له لویو پټنځایونو څخه شمېرل کیږي.

 افغان امنیتي ځواکونه وايي له دې سیمو څخه د کندهار ولایت سپین بولدک، ارغستان او تخته پل ولسوالۍ له ګواښ سره مخامح دي.

افغان سرتېری، ذبیح الله څرګندوي:« موږ دلته امنیتي پوستې نه لرو دا سیمه زموږ له امنیتي کمربند څخه ډيره لري ده، خو موږ کله نا کله دلته د عملیاتو لپاره راځو، اما طالبان د ماینونو څخه ډیره استفاده کوي.»

بل سرتېری، محمد الله زیاتوي:« پر لارو او سړکونو باندي ماینونه ځای پرځای کوي، او کله چي موږ عملیات ورو وباسو بیانو دوی غرونو ته پورته کیږي.»

امنیتي ځواکونه وايي د وسله‎والو طالبانو د ځپلو په موخه په دا ډول سیمو کې عملیاتو ته تر سره کوي، تر څو دي سیمو ته نیږدې ولسوالۍ د امنیتي ګواښونه مخه ونیول ښي او د پاکستان لوري ته د وسله والو طالبانو د تګ راتګ مخه ډب کړي.

افغان د کندهار د چټک غبرګون قوماندان، څارمن عصمت وايي:«‎دا سیمي داسې دي چې تر ډېره پورې زموږ په واک کې نه وي، موږ عملیات وکړو، او تهدیدونه رفع کړو او بیرته خپلو سیمو ته ستنیږو، دلته د دوی مهم او لوی پټنځایونه شته تر ډېره د دوی د اوسیدو ځایونه په غرونو کې دي چې بیا نو موږ اړ یو چي د طیارې څخه استفاده وکړو.»

د ولسوالیو له مرکزونو ليرې سیمو کې ځیني لوی او واړه کلي شتون لري چې تر اوسه آن د ژوند لومړنیو اسانیتا څخه هم بې برخې دي.

د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکی، دین محمد وايي:«لارې مو بندي دي، وچ کالي ده، ښوونځي او مدرسې نه لرو، په میاشتو میاشتو بازار ته نشو تلی»

کندهار که څه هم د هېواد په سهیل لویدیځ د نورو ولایتونو په پرتله امن ولایت دی، خو لاهم یو شمېر ولسوالیو کي داسي سیمه شته چې د تېري یوي لسیزې راپدیخوا د وسله‎والو طالبانو په ولکه کې دي.

په همدې حال کې د طالبانو تر ولکې سیمو خلک وايي چې حکومت باید دا سیمې د طالبانو له شتون څخه پاکې کړي

شریک یي کړئ