کندهار ولایت کې څلورو پولیس سرتېرو د خپل یوه همکار په ډزو کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
د یاد ولایت امنیتي چارواکي وايي پېښه تېره شپه(شنبې د کب په ۲۳مه نېټه) د ژړۍ ولسوالۍ په چهارغاښ سیمه کې شوه ده.
یاد چارواکي زیاتوي چې بریدکوونکي له طالبانو سره اړیکه درلوده او د یادې دلې نفوذي کس وو.
د کندهار ولایت امنیه قومندانۍ ویلي چې بریدکوونکی له پېښې وروسته تښتېدلی او له طالبانو سره یوځای شوی دی.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.