د کندهار د رسنیو دفتر په یوې خبره کې د شنبې په ورځ (د مرغومې په ۱۵مه نېټه) ویلي چې د دغه ولایت د سپین بولډک ولسوالۍ په ناوه سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د طالبانو د برید په پایله کې ۷ تنه سرحدي ځواکونه وژل شوي دي.
په خپرپاڼه کې راغلي چې په دغې پېښه کې څلور تنه نور ځواکونه ټپيان دي.
د دغه دفتر په وینا، په دغې نښته کې ۱۶ طالب اورپکي هم وژل شوي او ۱۱ تنه نور یې ټپيان دي.
خو یوه بله سرچینه، په دغه برید کې د قربانیانو شمېر، شپاړس تر اتلسو بولي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.