Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کندوز ولایت کې د طالبانو په بریدونو کې ۲۳ تنه وژل شوي

د کندوز ولایتي شورا نن دوشنبې (د چنګاښ په ۲۳مه) په دغه ولایت کې د طالبانو په دوو بریدونو کې د ۲۳ تنو د وژل کېدو په اړه خبر ورکړ.

د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې، طالبانو تېره شپه شاوخوا ۹ بجې د امام صاحب ولسوالۍ په پاده خواب کلي کې د پولیسو پر پوستو بریدونه وکړل چې، په پایله کې یې ۶ پولیس وژل شوي او ۷ نور یې ټپیان دي؛ خو د کندوز د ولایتي شورا مشر بیا په دې پېښه کې د پولیسو، اردو، سیمه ییزو پولیسو، پاڅون کوونکو او ولسي وګړو په ګډون د ۱۷ کسانو له وژل کېدو او همداراز د لسو نورو له ټپي کېدو خبر ورکوي.

د کندوز د ولایتي شورا رییس محمد یوسف ایوبي وايي چې د یکشنبې پر شپه په امام صاحب ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې ۱۵ تنه دولتي ځواکونه او دوه ولسي وګړي وژل شوي دي.

هغه زیاتوي چې د دغه ولایت په چهار درې ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه بل برید کې شپږ تنه دولتي ځواکونه وژل شوي دي. 

د کندوز د ولایتي شورا رییس محمد یوسف ایوبي وویل:«تېره شپه په امام صاحب ولسوالۍ کې د مبارکې روضې ترڅنګ شدیدې جګړې او د طالبانو بریدونو دوام درلود. د دغې جګړې په پایله کې د اردو او پولیسو ۱۲ تنه ووژل شول او دوه تنه سیمه ییز پولیس او دوه ولسي وګړي او همدارنګه د ولسي پاڅون کوونکی یو ځواک هم ووژل شو او کابو لس تنه نور ټپیان شول.»

د کندوز د ولایتي شورا غړی خال الدین حکیمي هم وايي:«دا څوم ځل دی چې موږ خپل غږ د رسنیو له لارې پورته کوو، نه سیمه ییز حکومت او نه هم مرکزي حکومت د امام صاحب ولسوالۍ ته پاملرنه کوي.»

له دې سره سم، د دغه ولایت د چهار درې ولسوالۍ په دو بندي سیمه کې د طالبانو په ورته برید کې د ۷ دولتي سرتېرو له وژل کېدو هم راپور ورکړ شوی دی.

د کندوز د ولایتي شورا غړی خلیل قاري زاده څرګنده کړه:«هیله لرم دغه جغرافیا چې د دولت په لاس کې ده همدا ونه پرځېږي، مرکزي دولت کندوز او د امام صاحب ولسوالۍ ته پاملرنه وکړي.»

د بغلان ځینې اوسېدونکي هم په دغه ولایت کې د نا امنیو له ډېروالي اندېښمن دي.

یوه امنیتي معتبره سرچینه طلوع نیوز ته وايي چې، طالبانو د بغلان - سمنګان د لارې ځینې برخه پر ماینونو پوښلي؛ خو دغه ادعا بیا طالبانو نه ده تایید کړې.

د بغلان د ولایتي شورا غړی مولوی عبدالولي راجي وايي:«موږ یوه لېوا لرو په بغلان کې د ملي اردو په نامه لېوا لرو که چېرې د هغه تشکیلات او تجهیزاتو او امکاناتو ته وکتل شي د یوه کندک په اندازه امکانات نه لري حکومت یوازې د خلکو سترګو ته د خاور په شیندلو سره غواړي چې خلک دوکه کړي.»

د بغلان د مرکز پلخمري ښار ځينې اوسېدونکي وايي، دمګړۍ د جګړې لمن د بغلان د ولایت مقام او د امنیه قومندانۍ دوه کیلومترۍ ته رسېدلې او پلخمري ښار د طالبانو له لوري کلابند شوی دی.\

د بغلان اوسېدونکی میررحمان وايي:«اوس د پلخمري ښار په شاوخوا کې جګړه روانه ده دننه په ښار کې هم د چاودنې د غږونو شاهد وو.»

د بغلان بل اوسېدونکی حشمت الله هم زیاتوي:«جګړې ډېرې زیاتې شوې دي او امنیتي ځواکونه هم پاملرنه نه کوي او خلک هرې خوا ته خواره شوي دي.»

له بل لوري د هېواد له لوېدیځه هم خبر رارسېدلی چې، د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ په نښته کې ۱۳ طالبان وژل شوي او ۱۶ نور یې ټپیان دي.

د قادس ولسوال په دې جګړه کې د دوو دولتي سرتېرو د وژل کېدو او د یوه بل د ټپي کېدو پخلی کوي او زیاتوي چې، طالبانو درې نور دولتي سرتېري له ځانه سره وړي دي.

شریک یي کړئ