د جمعې شپې ناوخته راهیسې، له څو لورو پر کندوز ښار بریدونه وکړ او تراوسه د امنیتي ځواکونو او دغو جنګیالیو ترمنځ جګړه روانه ده.
تراوسه څو کلي د مرکزي روغتون او دوه امنیتي حوزو په ګډون د طالبانو لاسته ورغلي دي.
د کندوز امنیتي چارواکي وايي چې د جګړې له پیله تراوسه کابو درې تنه وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټپيان دي او اته تنه نور بندیان د طالبانو په بند کې دي.
ملي دفاع وزارت همدارنګه ویلي چې هوايي ځواکونو خپل هوايي بریدونه یې د پل شینواري، قهوه خانې او د کندوز ښار په ځینو نورو برخو خپل بریدونه پیل کړي او تراوسه ۲۶ طالب اورپکي وژل شوي دي.
په ورته مهال طالبانو په ټولنیزو شبکو کې، د دغه برید انځورونه او وېډیوګانې خپاره کړي دي.
په دغو انځورونو کې لیدل کېږي چې طالب جنګیالي د کندوز ښار په ځینو برخو له هغې ډلې مرکزي روغتون او په یوې دولتي پوځي اډه کې حضور لري.
ځينې نور انځورونه هم خپاره شوي دي چې د کندوز ځينې اوسېدونکي د دغه ښار د پرېښودو په حال کې دي.
رپوټونه رسوي چې کندوز کې د خوراکي توکو بیه څو برابره شوې ده او په دغه ښار کې مخابراتي شبکې او پرېښنا پرې شوې ده.
په درې وروستیو کلونو کې دوه ځله د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ لاس په لاس شوی دی او د کندوز د ولایتي شورا د رییس په وینا، د دې وېره شته کهچېرې د دغه ښار وضعیت ته پاملرنه ونهشي، دا پېښه د درېیم ځل لپاره تکرار شي.