په کندوز کې امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې نهه تنه پولیس وژل شوي دي.
دغه نښته تېره شپه (پنجشنبې) د امام صاحب ولسوالۍ په کنجک کلي کې شوې ده.
ورته مهال، د کندوز امنیه قومندان جنرال عبدالرشید بشیر په دې اړه وویل چې وسله والو طالبانو شپه مهال د دغه ولایت د امام صاحب ولسوالۍ کنجک کلي کې د ملي او سیمه ییزو پولیسو پر پوستو برید وکړ، چې د څو ساعته نښتې په پایله کې، د طالبانو یرغلي برید په شا وتمبول شو.
د هغه په وینا، په دغې نښته کې ۱۱ طالب اورپکي وژل شوي او ۱۲ تنه نور یې ټپیان دي.
ښاغلي بشیر همدارنګه څرګنده کړه چې په دغې نښته کې ۹ تنه پولیس هم وژل شوي او درې تنه نور ټپيان شوي دي.
په دې اړه مو اندونه