Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کندوز کې مېرمنې: د سولې خبرې اترې دې چټکې شي

په کندوز کې د مېرمنو د حقونو د برخې فعالانې، د سولې بهیر د خبرو اترو د چټکتیا غوښتوونکي دي.

د ښځو د حقونو په برخه کې دغه فعالانې، نن دوشنبې (د غبرګولي په ۲۷مه) کندوز ښار کې سره راغونډې او د سولې له خبرو اترو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

هغوی وویل چې له جګړې ستومانه شوي او له ښکېلو لورو غواړي چې وسلې پر ځمکه کېږدي او د خبرو اترو له لارې خپل اختلافونه حل کړي.

دغه مېرمنې له ځنډ پرته د اوربند غوښتونکي شول.

د ښځو د حقونو فعاله سلیمه حیدري وايي:«له ځند پرته اوربند یوه دوه اړخیزه چاره ده؛ اوربند هېڅکله یو اړخیز نه‎شي کېدای. نه شي کېدای چې حکومت اوربند وکړي او مقابل لوری چې ښکېل دي، جګړه وکړي. موږ ټول اوربند غواړو خو په دې شرط چې دوه اړخیزه وي.»

د ښځو د حقونو فعاله رویا حبیبي هم وویل:«په دغې غونډه کې زموږ د حضور دلیل دا دی چې له دواړو ښکېلو لورو سوله غواړو؛ ځکه چې ټول خلک له جګړې ستومانه شوي دي.»

د دې غونډې ګډونوالې د سولې په بهیر کې له ښکېلو لورویو غواړي چې دا بهیر چټک کړي.

دوی له هېوادوالو غواړي چې د سولې له بهیره ملاتړ وکړي او په هېواد کې د امنیت په ټینګښت او د سولې په راوستو کې خپل رول ترسره کړي.

دغه مېرمنې د سولې په خبرو اترو کې د مېرمنو د ونډې غوښتوونکي دي. هغوی له حکومته غواړي چې د سولې په خبرو اترو کې له ښځو هم مشوره واخلي. 

دا په داسې حال کې ده له حکومت سره د خبرو اترو لپاره د طالبانو د قانع کولو او په نظام کې د هغوی ګډون لپاره د هڅو بهیر له اتو میاشتو راهیسې دوام لري.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تراوسه شپږ ځله له طالبانو سره لیدلي او ټاکل شوې ده چې تر راتلوونکو څخه ورځو د اوم ځل لپاره له دغې ډلې سره په دوحه کې وویني.

ښاغلی خلیلزاد چې اوس د افغان سولې په تړاو د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د خپل سفر په اوم پړاو په لړ کې کابل ته راغلی او د هېوادوالو له بېلابېلو طبقو سره د سولې په اړه په سلامشورې بوخت دی.

په کندوز کې د ښځو د برخو فعالانې وايي چې له جګړې ستومانه شوي او له ښکېلو لورو غواړي چې وسلې پر ځمکه کېږدي او د خبرو اترو له لارې خپل اختلافونه حل کړي.

شریک یي کړئ