سرچینې وايي چې د کندوز ښار په مرکز کې یوه ځانمرګي برید، لږ تر لږه لس تنه وژلي او ۱۱ تنه نور یې ټپيان کړي دي.
د دغو سرچینو په وینا، د کندوز امینه قومندان منظور ستانکزی هم د دغې پېښې په ټپيان کې دی.
طالبانو ویلي چې د دغې ډلې یوه ځانمرګي بریدګر، د کندوز ښار په چوک کې امنتیي ځواکونه په نښه کړي دي.
دا برید په کندوز کې له جګړې ډکې ورځې په پای کې رامنځته کېږي؛ هغه نښتې چې د جمعې پر شپه پيل او نن تر غرمې وروسته دوام درلود.
د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد، د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي، او په افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان جنرال سکاټ مېلر کندوز ته تللي دي.
ښاغلي خالد له طلوع نیوز سره په مرکه کې وویل چې کندوز کې په نننۍ جګړه کې ۹ تنه امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۳۶ تنه طالب اورپکي وژل شوي دي.
له دې سره هممهاله د کندوز مرکزي روغتون مسوولان وايي چې تراوسه اته تنه ولسي وګړي چې په دغو جګړو کې وژل شوي او ۶۰ تنه نور ټپيان دغه روغتون ته راوړل شوي دي.