Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کنړ کې د پاکستاني پوځیانو بریدونو کې دریو ښځو ژوند له ورکړ

د کنړ ولایت سیمه ییز چارواکي دوشنبې(د لړم په ۵مه نېټه) وايي چې د کنړ ولایت پر ناړۍ ولسوالۍ د پاکستاني پوځیانو په توغندیزو بریدونو کې دریوو ښځو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د کنړ د والي ویاند، عبدالغني صمیم څرګندوي چې پاکستاني پوځيانو تېره ورځ پر کنړ بریدونه پیل کړي دي او افغان ځواکونو هم ورته ځواب ورکړی دی.

ښاغلی صمیم زیاتوي:«په دغو بریدونو کې درې ښځې وژل شوې دي او یو سپین ږیری، یوه ښځه او دوه ماشومان ټپيان شوي دي. په ناړۍ ولسوالۍ کې د ملکي کسانو پر کورنو توغندي لګېدلي دي.»

هغه زیاتوي چې د پاکستاني پوځیانو بریدونه لا هم دوام لري.

د والي ویاند همداراز بیانوي:«د پاکستاني پوځیانو بریدونه تېره ورځ کابو درې بجې پیل شول او د ماښام تر اوو بجو یې دوام درلود. دا بریدونه نن سهار اته بجې بیا پیل شول او تر اوسه هم دوام لري.»

د هغه په وینا چې پاکستان پوځیان ناړۍ وسلوالۍ ته نېږدي سیمه کې د تازه پوستو د جوړولو په هڅه کې دي.

سیمه ییز چارواکي وايي چې د پاکستاني پوځیانو د بریدونو مخنیوي لپاره به سیمې ته لا ډېر افغان پوځیان واستول شي.

په همدې حال کې د هېواد ولسي جرګې د ګډې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه بریدونه غندلي او د پاکستاني پوځیانو د بریدونو د درېدو غوښتنه یې کړې ده.

خبرپاڼې همداراز له حکومت، امریکا متحده ایالاتو او نړیوالې ټولنې غوښتل شوې دي چې دغو بریدونو ته دې "جدي" پام وکړي او ستونزه دې هواره کړي.

چارواکي زیاتوي چې دغو بریدونو کي یو سپین ږیری، یوه ښځه او دوه ماشومان ټپيان شوي دي

شریک یي کړئ