Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

"که ولایتي دفترونه پرانیستل نه شي، ټاکنو پایلې به هم اعلان نه شي"

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي تر هغې چې د دغه کمېسیون هغه اوه ولایتي دفترونه پرانیستل نه شي چې د «ثبات او همپالنې» ټاکنیزې ډلې له خوا تړل شوي، دغه بنسټ به د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې اعلان نه کړي.

د انتخاباتو کمېسیون وايي چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې په فاریاب، سرپل، جوزحان، بدخشان، پنجشېر، بغلان او تخار لایتونو کې د دغه بنسټ دفترونه د رایو بیاشمېرو په اعتراض کې تړلي دي.

د رایو بیاشمېرنې بهیر تېره اوونۍ تراوسه دوام لري. د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې تراوسه دغه بهیر په ۲۴ ولایتونو کې پای ته رسېدلی او په درې ولایتونو کې - کندهار، کابل او ننګرهار - او نورو ولایتونو کې دوام لري.

د انتخاباتو کمېسیون مرستیال عصمت الله مل وايي چې د رایو بیاشمېرنې بهیر له پای وروسته، د رایو باطلېدو په اړه به پرېکړه وشي.

هغه زیاته کړه:«که‎چېرې د ۲۴ ولایتونو پایلې له موږ سره وې، هیله وه چې په یوه او یا هم دوه قانوني بهیر کې کچ کړو او لومړنۍ پایلې اعلان کړو.»

اخوا د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله وايي تر هغه وخته چې د نابایومېټریک شویو رایو د باطلېدو په تړاو د ولسمشرۍ ټاکنو د ټولو نوماندانو غوښتنې ونه منل شي؛ په څو ولایتونو کې به د ټاکنو د خپلواک کمېسیون څو ولایتي دفترونه تړلې وي.

ښاغلی محقق وایي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د واکمنې ټاکنیزې ډلې لپاره کار کوي او باید هغه کسان چې په ټاکنو کې یې درغلۍ ته لار هواره کړې ده محاکمه شي.

خو په ټاکنو څارونکي بنسټونه د ټاکنیزو څارونکو له حضور پرته د رایو بیاشمېرلو څرنګوالی د منلو وړ نه ګني.

د فیفا بنسټ اجرايي رییس یوسف رشید په دې اړه څرګندوي:«دوی باید ابهام له منځه وړی وای او وروسته به یې بیا د رایو شمېرل او تفتیش پیل کړی وای.»

اصلي جنجال په ۳۰۰ زره رایو دی چې معترضه ټاکنیزه ډله وايي چې رایې له بایومېټریک پرته دي او باید باطلې اعلان شي. خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې دا شمېر رایې یې په بیاشمېرنې کې شاملې کړې دي - هغه کار چې معترضې ټاکنیزې ډلې یې ناقانونه ګڼي.

له همدې امله د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې په ګډون ځينې ټاکنیزې ډلې، د رایو بیاشمېرلو بهیر تحریم کړ او څارونکي یې د رایو بیاشمېرلو په بهیر کې حضور نه‎لري.

ولسمشرۍ ټاکنې د روان لمریز کال د تلې میاشتې په شپږمه ترسره شوې. اوس چې کابو دوه میاشتې تېرېږي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون بریالی شوی نه دی چې حتا د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

له دې ټولو سره، تېره ورځ د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو شورا چې له لس ټاکنیزو ډلو جوړه ده، ګواښ وکړ چې د ټاکنو پایلې هر څه چې وي، قبوله به یې نه کړي.  

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې تراوسه دغه بهیر په ۲۴ ولایتونو کې پای ته رسېدلی او په درې ولایتونو کې - کندهار، کابل او ننګرهار - او نورو ولایتونو کې دوام لري.

شریک یي کړئ