Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کورنیو چارو وزارت:لوېدیځ کې ددولتي ځواکونو یرغلي بریدونه زیات شوي

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د هېواد په لوېدیځ زون په ولایتونو کې د دولتي ځواکونو یرغلي بریدونه زیات شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت لوړپوړی مرستیال عبدالصبور قانع چې هرات ولایت ته تللی دی وايي چې د لوېدیځې حوزې ولایتونو په ناامنو سیمو کې د دولتي ځواکونو عملیات هم پيل شوي دي.

ښاغلي قانع په دې اړه وویل:«موږ غواړو چې د «ولسمشر د صادر شوي حکم» عمل وکړو او په عمل کې وښيي چې زموږ ځواکونه له دفاعي حالته یرغلي حالته راغلي دی.»

تېره اوونۍ د کابل په لوېدیځ کې پر زېږنتون او په ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو بریدونو څخه وروسته، ولسمشر غني دولتي ځواکونو ته حکم وکړ له فعالې دفاع حالت څخه یرغلي حالت غوره کړي.
 
ورته مهال په هرات ولایت کې ځينې ځوانان له ښکېلو لوریو غواړي چې د اختر په ورځو کې اوربند اعلان کړي او له جګړې لاس واخلي.

د هرات یو اوسېدونکی صفي الله یاران په دې اړه څرګنده کړه:«له طالبانو زموږ غوښتنه دا ده چې د اختر په ورځو کې هیله ده نور ورور وژنه بس کړئ.» 

د هرات بل اوسېدونکی امید ایمان وویل:«موږ له طالبانو غواړو چې یا د سولې له بهیر سره یوځای شي او یا هم خپله دښمني په مستقیماً توګه د افغانستان له ټولو خلکو سره اعلان کړي.»

بل خوا د ولسي وګړو د ساتنې شورا له نړیوالې ټولنې غواړي چې د وروستیو بریدونو پلانوونکي محاکمه کړي.
 
د ولسي وګړو د ساتنې شورا غړی طلوع صالحي څرګنده کړه:«له نړیوالې ټولنې د دې غوښتونکي یوو چې افغانستان ته راشي او د تاوتریخوالي، جګړې او توندلارۍ له اصلونو سره مبارزه وکړي نه دا د مسلې پر مخ چې نن یوه ډله او سبا بله ډله راځي.»
         
د مدني ټولنې فعال غلام فاروق راسب هم په دې اړه زیاته کړه:«ټول ګټي تاسیسات لکه روغتیايي مرکزونه، ښوونیز مراکز، دیني مرکزونه او جوماتونه دا په نښه نه کړي.»

شریک یي کړئ