Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کورنیو چارو وزارت: تېر کال ترهګریزو بریدونو کې۲۲۱۹مُلکیان وژل شوي

د کورنیو چارو وزارت، په ۲۰۱۹ز کال کې افغانستان کې په ځانمرګو بریدونو او چاودنو کې د مُلکیانو د مرګ ژوبلې په اړه رپوټ خپور کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت د دغه رپوټ پر بنسټ په تېر زیږدیز کال کې ۲۲۱۹ تنه ولسي وګړي په ځانمرګو بریدونو او چاودونو کې وژل شوي، او ۵۱۷۲ تنه نور ولسي وګړي ټپيان شوي دي.

دغه رپوټ د تېر زیږدیز کال د اګست، سپټمبر او اکتوبر میاشتې د ولسي وګړو لپاره تر ټولو خونړۍ میاشتې بللې دي.

د کورنیو چارو وزارت د دغو ځانمرګو بریدونو او چاودونو مسوول طالبان ګڼي. 

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په دې اړه وايي:«ډېری مرګ ژوبله، د ترهګریزو بریدونو او سړک غاړو ته د ماین چاودنو له امله وه.»

د طالبانو ډلې تر دې وړاندې د یوه رپوټ په خپرولو سره ادعا کړې وه چې په افغانستان کې دولتي او بهرني ځواکونه د ملکیانو د ۹۴ سلنې مرګ ژوبلې عامل دي. په دغه رپوټ کې لیکل شوي دي چې ۸۷۰۷ ملکیان د دولتي ځواکونو او نورو جګړه کوونکو ډلو په عملیاتو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د ولسي جرګې غړی سید حسن پکتیاوال څرګندوي:«د افغانستان امنیتي ارګانونه او همدارنګه طالب ډله باید د سولې پر بهیر کار وکړو، څو په افغانستان کې سراسري اوربند ولرو او د ولسي وګړو مرګ ژوبله کمه شي.»

اخوا د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم پر هغه څه چې په ترهګریزو بریدونو کې یې د ملکیانو قرباني کېدل بولي اندېښمن دی.

د کابل اوسېدونکی رامش وویل:«له دغې ډلې سره یوې هوکړې ته ورسېږي چې همدا وضعیت کم کړو، څو وکړای شو مرګ ژوبله حد اقل ته ورسوو.»

د کابل اوسېدونکی تمیم هم وايي:«ورځ په ورځ مرګ ژوبله زیاتېږي او د کورنیو چارو وزارت مکلف دی چې د مرګ ژوبلې مخنیوی وکړي.»

تر دې وړاندې یوناما هم په خپل رپوټ کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې وه.

د یونما د وروستي رپوټ له مخې په تېر زیږدیز کال کې  تر اتو زرو زیات ملکیان وژل او ټپیان شوي دي.

شریک یي کړئ