Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کورنیو چارو وزارت: د کندوز جګړه کې ۲۰ امنیتي ځواکونه وژل شوي

کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ (د وږي په ۱۰مه) د کندوز په جګړه کې د ۲۰ امنیتي ځواکونو او پنځو ولسي وګړو د وژل کېدو او د پوځیانو په ګډون د ۸۵ تنو د ټپي کېدو خبر ورکړ.

د کورنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د کندوز ښار په ځينو برخو کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې، د زاخېل کلی، د علي خېلو، کاساني، خاکني او قهوه خانې سیمې په بشپړه توګه پاکې شوې دي.

طالبانو د جمعې پر شپه یوه بجه پر کندوز ښار په ډله‎‎ییزه توګه له درې برخو برید وکړ او د دغه ښار ځینو برخو ته ننوتل.

طالبانو خپلې ډلې ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتل نه مني.

په ورته وخت کې، د کندوز ښار ځينې اوسېدونکي وايي چې تېره شپه یې نسبتاً د ډزو غږ کم اورېدلی.

د شنبې پر ماښام، د کندوز ښار په چوک سیمه کې یوه ځانمرګي برید لس تنه ووژل او څه باندې لس تنه نور یې ټپيان کړل.

په دغه برید کې د کندوز د امنیه قومندان ویاند سرور حسیني هم وژل شو او د دغه ولایت امنیه قومندان بیا ټپي شوی دی.

خو د کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې وايي چې اوس د کندوز ښار کې اوضاع عادي حالت کې ده او د ښار هغه سیمې چې ترهګرو په کې نښته کړې وه پاکې شوې دي.

له دغه برید یوه ورځ وروسته، طالبانو د بغلان ولایت پر پلخمري ښار چې له کندوز سره ګاونډی ولایت دی پر دوه برخو برید وکړ.

د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره وايي چې د پلخمري ښار په شاو خوا کې د طالبانو برید پر شاتمبول شوی او ځينې طالب جنګیالي په کلابندۍ کې دي.

خبرپاڼه کې راغلي:«نن سهار پنځه بجې، د دښمن ۳۰ تر ۴۰ کسیزې ډلې د پلخمري ښار د کلوپ معدن سیمه کې په برید لاس پورې کړ چې د دفاعي او امنیتي ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شو.»

په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي دي چې تراوسه درې طالبان وژل شوي او پنځه تنه ټپیان او دوه تنه نور یې اسیر شوي دي.

شریک یي کړئ