Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کورنیو چارو وزارت: طالبانو د اختر له اوربنده ۳۸ ځله سرغړونه کړې

د کورنیو چارو وزارت وایي چې طالبانو د اختر په درېیو ورځو کې په لسو ولایتونو کې په ۳۸ بریدونو سره خپل اعلان کړی اوربند مات کړی دی.

د امنیتي ادارو د رپوټونو له مخې د اوربند په دغو درېیو ورځو کې طالبانو د ماینونو ۱۹ چاودنې کړې دي، ۱۵ ځایه یې د ولایتونو پر ځينو برخو ډزې کړي دي، دوه ځلي یې امنیتي ځواکونو ته کمین نیولی دی، درې تنه یې وژلي دي او شپږ تنه نور یې ټپيان کړي دي.
  
د کورنیو چارو وزارت طارق آرین په دې اړه وویل:«دا د هغو ژمنو پر خلاف دي چې طالبانو تل د تاوتریخوالي د کموالي په اړه ویلي دي.»

له دې ټولو سره سره په دې ورځو کې  په شاوخوا شلو نورو ولایتونو کې هېڅ امنیتي ضد پېښه نه ده شوې.
 
د هلمند والي یاسین خان څرګنده کړه:«په هلمند ولایت کې په اوربند کې طالبانو ټولټال شپږ ځله له اوربنده سرغړونه کړې ده.»

بلخوا په بادغیس کې ځایي چارواکي وایي چې تېره شپه په بالامرغاب ولسوالۍ کې پر یوه کورهاوان لګېدلی چې د یوې کورنۍ څلور غړي یې وژلي دی او څلور تنه نور یې ټپيان کړي دي. امنیتي ادارو تر اوسه د دې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.
 
سره له دې چې تمه کېده، طالبان د اختر د درې ورځني اوربند له غځېدو سره هوکړه وکړي، خو حکومت وایي طالبان د جګړې پر دوام ټینګار کوي.
 
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وویل:«موږ تل د اوربند غوښتونکي وو. کلونه موږ ټينګار کړی. له څو کلونو راهیسې د سولې بهیر لپاره موږ چې هر ګام اخیستی د اوربند مسله زموږ لپاره بنسټیزه موضوع وه خو له بده مرغه د طالبانو نیت تل غلط و، د طالبانو نیت تل تاوتریخوالی دی.»

طالبانو د حکومت د دې خبرو په تړاو چې اوربند یې نقض کړی دی، تر اوسه څه نه دي ویلي.

 د اختر د درې ورځو اوربند په تېرو درېیو کلونو کې درېیم اوربند و. طالبانو په لومړي ځل د تېرکال په کب میاشت کې له امریکا متحده یاالتونو سره د سولې د هوکړه لیک د لاسلیکولو لپاره له لس ورځني اوربند سره هوکړه وه. هېوادوال په کوچني اختر کې هم د نا اعلان شوی اوربند شاهدان وو.

خو طالبان له اوربنده سرغړونه ردوي او وايي چې په څو ولایتونو کې د دولت کلابند شویو ځواکونو ته د مرستې د رسېدو په وړاندې خنډ شوي دي.

شریک یي کړئ