د کورنیو چارو وزارت هغه نوملړ خپور کړی چې په هغه کې د هغو کسانو نومونه راغلي چې کابل کې د امنیتي بنسټونو تر تعقیب لاندې دي.
په دغه نوملړ کې، د هغو ۲۲۲ کسانو مشخصات راغلي چې د کورنیو چارو وزارت په وینا، په بېلابېلو جرمونو په ځانګړې توګه غلا، تښتونې او وژنې تورن دي.
د کورنیو چارو وزارت، د دغو کسانو ټول مشخصات په خپلې وېبپاڼه کې خپاره کړي او له هېوادوالو غوښتي کهچېرې د دغو کسانو په اړه مالومات لرئ، له دغه وزارت سره یې شریک کړئ.
دغه وزارت وايي هغه کسان چې تر تعقیب لاندې کسانو په اړه مالومات وړاندې کړي «مادي او معنوي مکافاتو» به ورکړل شي.
هغه نوملړ چې د کورنیو چارو وزارت په وېبپاڼه کې خپور شوی، د دې ښودنه کوي د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو کې تر تعقیب لاندې کسان دي چې پر غلا، وژنې، تښتونې او شوکې تورن دي.