Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کورنۍ:پر څلورسوه بستریز روغتون د برید څرنګوالی باید روښانه شي

یو شمېر هغه کورنۍ چې په کابل کې پر څلورسوه بستریز روغتون د برید په پایله کې یې خپل خپلوان له لاسه ورکړي،ټینګار کوي چې د دغه برید څرنګوالی،باید ژر تر ژره روښانه کړي.

په دغه رپوټ کې له هغې ښځې سره مرکه شوې چې خپل خاوند او زوی یې په دغه برید کې له لاسه ورکړي دي.

صدیقه چې له خپلو څلورو ماشومانو سره په یوه کرایي کور کې اوسېږي وايي خاوند یې د محمدداوود خان روغتون ګارګر و او ۱۷ کلن زوی یې هم د برید پرمهال په دغه روغتون کې بستر و دواړه په نوموړي برید کې ووژل شول.

له حکومته د صدیقې غوښتنه د هغې په شان د کورنیو غوښتنو ته پاملرنه او همداراز پر دغه روغتون د برید په شان پېښو د پټو اړخونو روښانه کول دي.

له بلخوا ملي دفاع وزارت ټینګار کوي د څلور سوه بستریز روغتون د پېښې په اړه څېړنې روانې دي او ډېر ژر به ټول د دغه برید د جزئیاتو په اړه خبر شي.

پر څلور سوه بستریز پوځي روغتون د برید څېړونکي پلاوي رییس هلال الدین هلال څرګنده کړه:«د شهیدانو شمېر ۵۰ تنو ته ورسېد او د ټپيان شمېر ډېر کم شو چې شمېر مو تر ته وویل.په دې مسئله کې موږ له ملت څخه هېڅ پټ کړي نه دي.»

د محمدداوود خان روغتون پېښه په پلازمېنه کې بې مخینې بلل شوې او تراوسه هم د هغې څرنګوالی په بشپړه توګه روښانه شوی نه دی.

د دوشنبې په ورځ د ملي امنیت عمومي رییس د ولسي جرګې غړو ته وویل د دغې پېښې دقیقه څېړنه وخت ته اړتیا لري او دوې اوونۍ وروسته به د دغې پېښې جزئیات په ډاګه شي.

شریک یي کړئ