Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کورونا په افغانستان کې؛ د غضنفر مړی بلخ کې خاورو ته وسپارل شو

د اقتصادي پراختیا، سوداګرۍ او د بې وزلۍ د کموالي  په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی محمد یوسف غضنفر تېره شپه د کووېډ نولس ناروغۍ له امله ومړ.

 د ښاغلي غضنفر خپلوان وایي  ډاکټرانو مشوره ورکړه چې  نوموړی د ښې درملنې لپاره ترکیې ته ولېږدوي؛ خو له څه باندې دوه اوونۍ ناروغۍ وروسته د انقرې په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

ښاغلی غضنفر د حکومت تر ټولو جګپوړی چارواکی دی چې د کوویډ نولس ناروغۍ له امله مړ کېږي.

ولسمشر غني، د مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله او ځينو نورو دولتي چارواکو د یوسف غضنفر د مړینې په اړه تسلیت ویلی دی، او هغه یې یو خدمت کوونکی او متینه څېره یاده کړې ده.

یوسف غضنفر په ۱۳۴۴ لمریز کال کې نړۍ ته سترګې غړولې وې او د هېواد له مشهورو سوداګرو و. هغه د ولسي جرګې په ۱۵پړاو کې له بلخ ولایت څخه دغې جرګې ته لار پيدا کړ.

یوسف غضنفر د ۱۳۹۸ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې له اشرف غني ملاتړ وکړ. ولسمشر غني د لوړې له مراسمو وروسته په خپل لومړي فرمان کې نوموړی د اقتصاي پراختیا، سوداګرۍ او د بې وزلۍ د کموالي په چارو کې خپل ځانګړی استازی وټاکه.

له دې مخکې د افغان حکومت څو نور چارواکي هم په کووېډ نولس ناروغۍ اخته شوي وو، خو هغوی روغ شول.

کورونا ویروس تراوسه په افغانستان کې ۸۲۶ تنو ژوند اخیستی دی.

شریک یي کړئ