وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ګانکرس: د سولې په خبرو اترو کې د افغان مېرمنو غږ دې واورېدل شي

د امریکا متحده ایالاتو د کانګرس په لسګونه غړي له طالبانو سره په خبرو اترو کې د افغان مېرمنو د لاسته راوړنو د خوندیتوب غوښتونکي دي.

هغوی د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته د یوه لیک په استولو سره وايي چې اړتیا ده څو د ښځو غږ نه یوازې د ۱۸ کلونو د راسته راوړنو د خوندیتوب لپاره چې له ستونزو سره ترلاسه شوي، نه بلکې د هېواد د راتلوونکو لپاره هم واورېدل شي.

په دغه لیک کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر څخه غوښتل شوي څو له طالبانو د سولې خبرو اترو په بهیر کې د افغان مېرمنو له دریځه ساتنه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته د دغه هېواد د کانګرس د غړو په لیک کې چې یوه کاپي یې زلمي خلیلزاد ته هم لېږل شوې راغلي:«په دوحه کې د فبرورۍ او مې په میاشتو کې د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ خبرو پرمهال د افغان مېرمنو استازیتوب ونه شو، اړتیا ده چې د افغان مېرمنو غږ نه یوازې د ښځو د حقونو لپاره بلکې د دوی د راتلونکي په هکله واورېدل شي، موږ د بهرنیو چارو له وزارته غواړو چې د سولې په ټولو بحثونو او هغو لاس ته راوړنو په اړه چې په سختۍ ترلاسه شوي د افغان مېرمنو دریځ خوندي کړي.»

د ولسمشر پخوانۍ سلاکاره فرخنده زهرا نادري وايي:«که‎چېرې د د مېز په شاوخوا کې نه وئ، نه‎شې کولای چې په نظام کې پاتې شئ. هغه کسان چې د مېز شاوخوا ته راځي دوی له یو بل سره سوله کوي، پر خپلو مفکور سوله، پر بېلابېلو لیدلورو یې سوله. که‎چېرې په هغه مېز نه وئ په دې مانا چې متفاوته لیدلوری او یا هم مشترکه وجه دې ډېره مهمه نه ده.»

د دې لیک په بله برخه کې راغلي د افغانستان په ښوونځیو او پوهنتونو کې د څه دپاسه شپيته زره او د روغتیا په برخه کې د لس زره ښځو فعالیت او همداراز د سوداګرو مېرمنو لخوا د ۷۷ زره ښځو لپاره د کاري زمینو برابرول د ښځو لاس ته راوړنې دي.

د ولسي جرګې غړې شینکی کړوخېل څرګنده کړه:«افغان مېرمنو هم د ځان لپاره عدالت غوښتنه وکړه او نن چې د کانګرس غړو لیک استولی، دا یو مثبت ګام دی او په دې مانا دی چې د ښځو له ګډونه بشپړ ملاتړ لري.»

یو شمېر مېرمنې هم د سولې خبرو د پایلو په اړه اندېښنه لري او وايي تراوسه په دغو خبرو کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب په اړه هېڅ غږ نه دی اورېدل شوی.

د کابل اوسېدونکې نسرین رسا وايي:«مېرمنو د سولې په خبرو اترو کې ګډون ونه کړي، دا خبرې اترې به نیمګړې وي.»

د کابل اوسېدونکې حسنا سادات هم وویل:«د سولې بهیر کې باید د ښځو ونډه ډېره وي، ځکه چې موږ هم په دغې ټولنه کې د ژوند کولو حق لرو.»

د کابل اوسېدونکې سیاه موي دانشجو هم زیاته کړه:«په یوې ټولنه کې هومره چې سړیان فعالیت کوي، باید په هماغه اندازه ښځې او په ټولنه کې ونډه ولري.»

د امریکایي قانون پوهانو په وینا په افغانستان کې په تېرو اتلسو کلونو کې ښځو او نجونو یو لړ حقونه ترلاسه کړي او باید دا لاس ته راوړنې قرباني نه شي. 

د امریکا د کانګرس په یوه په لیک کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر څخه غوښتل شوي څو له طالبانو د سولې خبرو اترو په بهیر کې د افغان مېرمنو له دریځه ساتنه وکړي.

شریک یي کړئ