Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ګلبدین حکمتیار:د هېواد جګړه له بهر څخه تمویلېږي

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، د جمعې په ورځ (د غوايي په ۱۵ مه) د کابل ښار په غازي لوبغاړي کې د خپلو پلویانو د یوه ستر شمېر په منځ کې وینا کول، وویل چې د دولت مخالفان ښه او بد لري او هغوی چې د جګړې پر دوام ټینګار کوي، بد دي؛ځکه چې جګړه په هېواد کې له بهر تمویلېږي.

ښاغلي حکمتیار څرګنده کړه:«باید دې ته توجه واوسو او دا د یوه حقیقت په توګه باید ومنو چې هره ډله ښه او بد لري.د دولت مخالفان او پلویان هم ښه او بد لري. هغه څوک زموږ لپاره بد دي او له هغه څخه کرکه لرو چې د جګړې پر دوام ټینګار کوي، هغه جګړه چې قرباني یې یوازې افغان دی او له بهیر څخه تمویلېږي.»

هغه همدارنګه وویل چې تراوسه هم د حزب اسلامي یو ډېرشمېر پلویان د هېواد په بندخونو او ګوانټانامو کې دي.

ښاغلي حکمتیار په دغې غونډه کې د ملي یووالي حکومت د رامتځته کولو په اړه د امریکا پر پرېکړې نیوکه وکړه.

د حزب اسلامي مشر یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د سولې له خبرو اترو سره یوځای شي او د یوه باثباته افغانستان لپاره له یو بل سره کار وکړي.

شاغلي حکمتیار ټولې ډلې او ګوندونه یې د ډېر هېر کولو ته را وبلل او وې ویل چې واک ته د رسېدو او د واک لېږد لپاره له ټاکنو څخه پرته نورو په ټولو لارو باید د رد ټاپه کېږدو. ډلې او ګوندونه له صحنې څخه د خپلو حریفانو د حذف کولو لپاره باید پردیو ته پناه وې نه‎سي.

هغه زیاته کړه:«هر څوک چې د جګړې د پای ته رسېدو غوښتونکی دی، هر څوک چې د عادلانه سولې د ټينګښت غوښتونکی دی او هر څوک چې په افغانستان کې د سل په سلو کې د اسلامي نظام د ټېنګښت غوښتونکی دی، زموږ ورور دی، زموږ ترڅنګ دی، همسنګره یوو او د دغې موخې د پوره کېدو لپاره سره ګډه مبارزه کوو.»

له بلخوا ښاغلی حکمتیار ټینګار وکړ چې په هېواد کې د ښځو لپاره «انساني او اسلامي»حقوق غواړو او په کور کې د ښځو د بندي کولو غوښتونکي نه‎یوو.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، کابو له ۲۰ کلونو وروسته، د چهارشنبې په ورځ (د غوايي په ۱۴مه) کابل ته راغی او په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د حکومت او جهادي مشرانو په حضور کې یې وینا وکړه.

هغه په خپله وینا کې وویل چې سولې ت د رسېدو لپاره یې د افغانستان اساسي قانون منلی او د دغه قانون په اړه ځینې ملاحظې لري.

ښاغلي حکمتیار له طالبانو څخه وغښوتل چې د سولې له بهیر سره یوځای شي او د دغې ډلې غړي ته یې«وروڼه»وویل.

شریک یي کړئ