Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ګوانټانامو کې د وروستي افغان بندي د ازادېدو لپاره غوښتنه

اسدالله هارون له وروستيو افغانانو دی چې څه باندې دوولس کاله کېږي د ګوانتانامو په زندان کې بندي دی.

د هغه د کورنۍ غړي چې اوس د پاکستان په پېښور کې اوسېږي وایي چې نوموړی په ښه وضعیت کې نه دی او حکومت یې باید د هغه د خوشي کولو لپاره لاس په کار شي.
 
د اسدالله هارون ورور رومان وویل:«دولت باید هڅه وکړي چې د بندیانو په بدلون کې، زموږ بندي هم ازاد کړي. خیر دی چې موږ د رسمي دندې حیثیت نه لرو. موږ افغانان یوو او پر افغانانو غږ کوو.» 

د اسدالله هارون بل ورور عبدالغفار هم وايي:«موږ او خلک دا پوښتنه کوو چې اسدالله ولې نیول شوی دی. او موږ شپه او ورځ هڅې وکړې خو څه مو ترلاسه نه کړل.» 

د نوموړي لور په جلال آباد کې د هغه تر نېول کېدو وروسته نړۍ ته راغله او اوس دیارلس کلنه ده. هغه غواړي وپوهیږي چې پلار یې ولې نه خوشي کېږي.
 
د اسدالله هارون لور مریم وايي:«پلار جانه زه تاسو ته د ویلو لپاره ډېر څه لرم خو الفاظ نه لرم چې هغه بیان کړم. له ټولو خبرو وروسته هیله لرم چې کور ته راشئ او له خپلې کورنۍ سره یوځای شئ.»

د اسدالله هارون مور هم زیاتوي:«زما لپاره ژوند سخت دی او فکر کوم چې اوس مې ساه وځي او اوس مې ساه وځي. د مرض خطر هم دی.»

بل خوا د اسدالله هارون مدافع وکیل سټفورډ سمیټ وایي چې د هغه کورنۍ په بد وضعیت کې ده او باید نوموړی ژر تر ژره خوشي شي.

هغه زیاته کړه:«ما یوه تنکۍ ځوانه نجلې ولېده، هغه دیارلس کلنه ده. زه خپله یو ماشوم لرم اودا دی دیارلس کاله کېږي چې هارون خپله لور نه ده لیدلې؛ ټیک له هغه وخته چې هغه نړۍ ته راغلې ده. واقعا ویرونکې ده. اړتیا ده چې موږ ژر تر ژره دا بې چاره سړی بېرته خپلې لور او کورنۍ ته ورسوو. د دې کار لپاره موږ د افغانستان د دولت مرستې ته اړتیا لرو او دې مرستې ته همدا اوس اړتیا لرو.»

د اسدالله هارون د کورنۍ غړي اوس مهال د پاکستان په پېښور ښار کې ژوند کوي؛ دوی وایي پوښتي چې له ګوانتانامو زندان نه ټول افغان بندیان خوشي شول خو ولې اسدالله هارون تر اوس بندي دی؟
 
اسدالله هارون کابو دولس کاله مخکې له ننګرهار ولایت څخه ونیول شو او ګوانټانامو ته ولېږدول شو.

شریک یي کړئ