Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ګوندونه: حکومت د مرکچي پلاوي جوړېدو ته لېوالتیا نه لري

د سیاسي ګوندونو او بهیرونو ځینې مشرتابه غړي، حکومت له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د مرکچي پلاوي د جوړېدو په چارو کې په کم کارۍ او نه لېوالتیا تورنوي.

دغه سیاسي ګوندونه او بهیرونه وايي چې حکومت د لویې مشورتي جرګې د مشورو په عملي کولو کې ناکام بولي.

د جنبش اسلامي ګوند مرستیال عبدالله قرلق په دې اړه وویل:«ولسمشر د لویې مشورتي جرګې مشورې په پام کې نه دي نیولي او د دغو مشورو په اړه تراوسه کوم اقدام نه دی شوی.»

د وحدت اسلامي ګوند غړی اسدالله سعادتي هم وايي:«له بده مرغه د لویې جرګې په اړه د حکومت موخه د سولې بحث نه و، بلکې د سولې په وړاندې د ننګونې رامنځته کول وو او له همدې امله سولې ته لېوالتیا نه‎لري.»

د دې ټول ګډون پلاوي د جوړېدو لپاره افغان حکومت مجبور دی چې له ګوندونو او سیاسي ډلو سره مشوره وکړي، خو ګوندونه او سیاسي ډلې وايي، تر اوسه حکومت ورسره په دې اړه مشوره نه ده کړې.

د جمعیت اسلامي ګوند غړی نوررحمان اخلاقي هم څرګندوي:«کله چې د مرکچي پلاوي د ګومارلو په اړه بحث رامنځته کېږي، د سیاسي طبقې اجماع ته اړتیا ده او دا د جرګې کار نه و او له همدې امله له سیاسي طبقې او د حکومت له یوه اړه تحریم شوه.»

محمد حنیف اترم د ټاکنیزې دلې غړې فوزیه کوفي هم وویل:«زه فکر کوم چې حکومت دې خپله ژمنه عملي کړي او هغه څرګندونې چې په لویه جرګه کې وشوې تکراري وې.»

د حکومت د ننه یو شمېر سرچینې وايي، د لویې مشورتي جرګې د مشورو په اړه څېړنې پیل شوي او تمه ده چې د روژې میاشتې تر پایه د دې جرګې د مشورو د عملي کولو بهیر پیل شي.

له طالبانو سره د خبرو له د پنځوس کسیزې ډلې جوړول، د لویې جرګې یوه مشوره وه. ولسمشر ډاډ ورکړی و چې دا ټولې مشورې به عملي کړي.

شریک یي کړئ