Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ګوندونه: له طالبانو د خبرو لپاره باید یوه ځواکمنه شورا رامنځته شي

د هېواد اوه ستر سیاسي ګوندونه وايي چې له طالبانو سره د سولې خبرو اترو لپاره باید یوه ځواکمنه شورا رامنځته شي چې د هغه په ترکیب کې ولسمشر او سیاسي مشران وي او دا شورا به د سولې مرکچي پلاوی مدیریت کړي.

دغه سیاسي ګوندونه زیاتوي که‎چېرې نفوذ لرونکي کسان د افغانانو ترمنځ مذاکره کې په مستقیمه توګه دخیل نه وي، د سولې مذاکرات به بې پایلې وي.

د حزب اسلامي د مشرتابه شورا غړی همایون جریر وايي چي د هيواد اووه ستر ګوندونه له طالبانو سره د خبرو لپاره د مرکچي پلاوي د مدیریت لپاره د یوې ځواکمنې شورا پر رامنځته کېدو ټینګار کوي.

ښاغلی جریر څرګندوي:«د حزب او ټولو ګوندونو وړاندیز دا دی، دا چې سوله یوه ملي مسله ده، یوه ځواکمنه شورا دې رامنځته شي چې په ترکیب کې یې ولسمشر او د هېواد لوی سیاسي مشران وي. او دا شورا دې له طالبانو سره د مرکچي پلاوي مدیریت په غاړه ولري.» 

خو جمعیت اسلامي ګوند وايي، حکومت سیاسي څېرو ته اجازه نه ورکوي چې د سولې خبرو لپاره یوه اجماع جوړه شي.

د جمعیت اسلامي ګوند د مشرتابه شورا غړی عزیز اریانفر وايي:«نن کابل ښار کې د سیاستوالو او ملي کسانو غونډه جریان لري، شونې ده که‎چېرې دولت د سولې په وړاندې خنډ رامنځته کړي او مخنیوي ته دوام ورکړي، ښايي یوه بله پرېکړه وشي.» 

د جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د جنش ګوند هم د هغو ګوندونو حضور چې له طالبانو سره یې جګړه کړې، مرکچي پلاوي کې ګډون مهم بولي او وايي، حکومت په دې هڅه کې دی، څو نوملړ کې د هغو کسانو نومونه ځای کړي چې د ولسمشر خبره اوري.

د جنبش اسلامي ګوند د مشرتابه شورا غړی بشیر احمد ته‌ینج وویل:«موږ همدومره پوهېږو چې د مرکچي پلاوي شمېر ۱۵ تنه دی، د دغه ۱۵ کسیز پلاوي نومونه په ځلونه بدل شول، خبر یوو چې حکومت هڅه کوي هغه کسان په پلاوي کې شامل کړي چې له ښاغلي غني څخه اغېزمن دي، نو پر دې بنسټ دا کار کومه پایله نه‎لري. موږ د افغانانو ترمنځ مذاکرې په اړه غوره ګڼو چې د افغان حکومت ترڅنګ چې افغان حکومت د رسمي بنسټ په توګه ونډه ولري، د اغېزمنو سیاسي مشرانو یوه اجماع وي، ګوندونه او اغېزناک کسان باید څنډې ته ونه کاږل شي.»

 د وحدت اسلامي ګوند د مشرتابه شورا غړی اسدالله سعادتي هم په دې اړه څرګنده کړه:«لوی سیاسي ادرسونه باید د پلاوي په ترکیب کې وي، د هزارو په برخه کې د وحدت دواړه ګوندونه، جمعیت اسلامي ګوند، حزب اسلامي، ملي جنبش ګوند او ځينې نور ادرسونه که‎چېرې په دغه ترکیب کې شامل نه وي، دا ترکیب به نمیګړی وي او ځواب ویوونکی نه دی.»

ولسمشرۍ ماڼۍ بیا وايي، د مرکچي پلاوي نوملړ وروستي کېدو دی او د لایقو اشخاصو نومونه دې لېسټ کې شته.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي:«هڅه شوې چې پلاوی هر اړخیز وي او هغه کسان چې دي وکړای شي له یوه نوي افغانستان څخه استازیتوب وکړي.»

طالب استازي او زلمی خلیل‌زاد اوس‌‎مهال د هوکړې د لاس‌لیک په اړه په خبرو بوخت دي، که چېرې دا هوکړه وشي، احتمال لري چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې سند لس ورځو کې لاس‌لیک شي. له دې لاس‌لیک وروسته به، د افغان حکومت پنځه لس کسیز پلاوی له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرې پیل کړي.

شریک یي کړئ