د ګوګل شریک په افغانستان کې د سوداګریزو نوښتونو د ودې لپاره "د ستر کار پیل" په نامه د پروګرام مالي او مسلکي ملاتړ کوي.
د دغه پروګرام مسؤولین وايي چې هڅه کېږي چې په هېواد کې د سوداګرۍ د معیاري کولو ترڅنګ،د هېواد د هغو ځوانانو لپاره چې غواړي کوچني او منځني پانګونې پیل کړي فني او مالي مرستې کوي.
د ستر کار د پیل، په نوم پروګرام چې اوسمهال د نړۍ په کابو ۲۰۰ هېوادونو کې د کوچنیو تشبثاتو د ښه والي لپاره د ګوګل نړیوال شرکت په مالي مرسته پیل شوی. د کوچنیو او منځنیو کار رامنځته کوونکو په برخه کې له علمي او تحصیلي بنسټونو سره مرسته کوي ترڅو د سوداګریزو اندونو په رامنځته کولو او د کوچنۍ او منځنۍ سوداګرۍ په معیاري کولو کې کار وکړي.
د دغه پروګرام له مخې هغو کسانو سره چې سوداګریزه او اقتصادي مفکوره ولري مالي مرسته کېږي ترڅو دا مفکوره عملي کړي.
د ستر کار د پیل پروګرام مسؤول فهیم دیدار په دې اړه وویل: "موږ له هغو کسانو او پانګوالو سره مسلکي مرستې کوو چې سوداګریز اندونه ولري.دغه پروګرام په افغانستان کې د کارموندنې لپاره ډېر اړین دی.موږ پوهېږي چې اوس ستونزې زښته زیاتې دي،خو هڅه کوو چې ځوانانو ته کاري زمینې برابرې کړو".
په همدې حال کې یوشمېرزدهکړیالان او سوداګر له دغه پروګرامه د ګټې په اخیستو وايي چې په هېواد کې د ، ستر کار پیل ، پروګرام علمي کېدل د معیاري سوداګرۍ لاره هواروي.
د افغانستان د امریکايي پوهنتون زدهکړیالې طیبې امیري په دې اړه څرګنده کړه: "موږ له دغه پروګرام څخه ډېر خوښ یوو.خو تاسې پوهېږئ چې اوس زموږ ډېری سوداګر متخصص نه دي".
بل سوداګر ضربت رستم خېل زیاته کړه: "زه هڅه کوم چې هغه سوداګریز اند چې لرم هغه د دغه پروګرام په مرسته عملي کړم".
دا په داسې حال کې ده چې ویل کېږي اوسمهال د لازمو زدهکړو د نشتوالي له امله د هېواد په زیاتو برخو کې ډېری سوداګر په دودیزه توګه کار کوي او د داشان پروګرامونو په لاره اچول کولای شي چې دغه ستونزې کمې کړي.
د بشپړ رپوټ د لیدو لپاره دا ځای کېکاږئ:
په دې اړه مو اندونه