Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

یاماموتو: ټاکنیزشکایتونه دې په قانوني توګه وڅېړل شي

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، تدامچي یاماموتو دوشنبې(د لیندۍ په ۲۵مه نېټه) نیویارک کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ناسته کې د افغانستان له ټاکنیزو کمېسیونونو غوښتنه کړې چې له قانوني لارو دې ټاکنیزو شکایتونو ته رسېدنه وکړي.

هغه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان حالت په تړاو د راپور وړاندې کولو پرمهال وویل چې ټاکنیزو شکایتونو ته رسېدو وروسته، ولسمشرۍ د ټاکنو پایلې اعلان شي.

یاماموتو زیاته کړه:«زه له ښکیلو خواوو غواړم چې چې ټاکنیز بنسټونه ددې وړ کړي، چې خپل مسوولیتونه په بشپړ ډول عملي او ټولو شکایتونو ته له مناسبو قانوني او رسمي لارو رسیدنه وکړي. کله چې ټاکنیز شکایتونه د قانون پراساس حل شول، زه له کاندیدانو او د هغوی له ملاتړو غواړم چې د ټاکنو پایلې ومني.»

هغه همداراز د افغانستان لپاره سوله یوه مهمه موضوع بولي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی په دې اړه وايي:« چې د ولسمشرۍ دټاکنو پایلې هرڅه وي ، نوې ادارې ته به سوله د ارزښت وړ موضوع وي. سره له دې چې موږ د ټاکنو پایلو ته په تمه یو، د سولې لپاره هڅې ندي بندې شوي.د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ خبرې اترې له سره پیل شوې دي. د افغانانو لپاره د خبرو هڅې روانې دي.»

له بلې خوا د افغان ځوانانو استازې، عایشه خرم هم امنیت شورا کې خبرې وکړې، خبردارۍ یې ورکړ چې افغانستان په ناوړه او ناڅرګند حالت کې دی او افغانان د جګړې له دوامه نا هیلې شوې دي.

هغې زیاته کړه:«موږ په داسې حال کې سره ګورو چې افغانستان د ناورین او ناڅرګند حالت کې دی، د سولې بهیر، د ټاکنو پایلې او د بهرنیو ځواکونو وتل سره یوځای کېږي تر څو زموږ د هېواد حالت څرګند کړي چې افغانان په شدید ډول ناهیلي دي او د تاوتریخوالیو له دوامه ستړي شوي دي. اوس له ترهګرۍ سره مبارزه نه ده، اوس د ملکي کسانو پر وړاندې جګړه ده  چې دوی له سولې پرته بل څه نه غواړي.»

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې غړو هېوادونو له افغانستانه د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړ.

یاماموتو وايي د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو پایله هرڅه چې وي، سوله به د نوي حکومت لپاره مهمه مسله وي

شریک یي کړئ