Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

یاماموتو: ټاکنې او سوله باید یو بل اغېزمن نه کړي

د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړی استازی او همدارنګه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستیالۍ پلاوي (یونما) مشر تدامیچي یاماموتو وايي چې ولسمشریزې ټاکنې او د افغان سولې خبرې د ملګرو ملتونو لپاره دوه مهم لومړیتوبونه دي او دا دوه بهیرونه باید له یو بل اغېزمن نه شي.

په یوې خبرپاڼه کې چې نن (شنبې د چنګاښ په ۹مه) له غرمې مخکې د یونما له خوا رسنیو ته استول شوې ده، د یاموموتو په حواله ویل شوي:«دا مسله باید واضح کړم چې دا دوه بهیرونه باید یو بل اغېزمن نه کړي، او یا هم د یو بل د ځنډولو لامل نه‎شي؛ دواړه بهیرونه باید د ټولو همکارانو له بشپړ ځواک او ژمنې سره مخته ولاړ شي.»

ښاغلي یاماموتو همدارنګه وویل چې ټاکنې او د سولې بهیر دواړه د افغانستان پر راتلوونکي اغېزه وکړي او د ملګري ملتونو سازمان به له دواړو بهیرونو ملاتړ وکړي. 

هغه ویلي چې افغانستان کې ولسمشرۍ ټاکنې «د افغانستان د سیاسي ډیموکراټیک جوړښت د بیا ځلې مشروعیت تایید لپاره بنسټیزې شېبې دي.» او باید د دغه بهیر بنسټ کېښودل شي.

د یونما مشر که‎څه هم ویلي چې سولې په اړه «محتاطانه» هیله من دی، خو ډاډ یې ورکړی چې د سولې هڅې په سم مسیر روانې دي. 

تېره ورځ ولسمشرۍ ټاکنو ته ځينو نوماندانو ویلي وو چې د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو شورا له یاماموتو سره په لیدنه کې غوښتي چې د سولې خبرو اترو ته لومړیتوب ورکړل شي او ویلي یې دي چې ولسمشرۍ ټاکنې دې له طالبانو سره د سولې له هوکړه لیک څخه وروسته ترسره شي.

یاماموتو ټينګار کړی چې افغانستان له ټاکنو وروسته له دوامدارو کړکېچونو سره د مقابلې توان نه لري.

شریک یي کړئ