Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

یوناما: د فراه بکوا کې ملکیان وژل شوي وو

ملګرو ملتونو د فراه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې د امریکايي پوځیانو هوايي برید کې د ۳۰ تنو ملکي کسانو وژل کېدل تایید کړل. د فراه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې د روان زیږدیز ۲۰۱۹ کال د مې په پنځمه نېټه شوې وو.

د یوناما خبرپاڼه کې چې نن چهارشنبې د تلې په ۱۷مه نېټه خپره شوې ده راغلي دي:« د ملګرو ملتونو ځانګړی رپوټ چې په افغانستان کې د مخدره توکو د پروسس پر مرکزونو د امریکا د متحده ایالاتونو له لوري، د ۲۰۱۹ کال د می په ۵ مه د ترسره شویو هوایي بریدونو اغېز څېړي، ښیي چې دغه عملیاتو ګڼ شمېر ملکي تلفات را منځ ته کړي دي. رپورټ همدا شان د دې  پېښې اړوند قانوني چوکاټ هم څیئ ي.‎»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولی دفتر(یوناما) او د دغه بنسټ د بشري حقونو عالي کمېشنري وايي په ترسره شویو عملیاتو کې نهه کسان ټپیان شوي وو.

خبرپاڼه کې راپور کې همداراز زیاته شوې ده:« د مې په ۵مه نېټه  پیښې د هر اړخیزې حقیقت موندنې لپاره ،د ۲۰۱۹ کال د جو ن په میاشت کې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون له استازو سره په ګډه د فراه ولایت په بکوا ولسوالۍ کې د بریدونو له امله  له اغېزمنو سیمو څخه لیدنه وکړه.»

د پېښې په تړاو د څېړنو په راپور کې راغلي دي چې په وژل شویو کسانو کې ۱۴ ماشومان او یوه ښځه شامله وه.

د یوناما د راپور په بله برخه کې راغلي دي چې امریکايي ځواکونو د ملکي کسانو کورونه بمبار کړي وو.

د مې میاشتې په پنځمه نېټه د کورنیو چارو وزارت اعلام کړی وو چې د فراه بکواه ولسوالۍ کې تر ټولو لوی بمبار کې د طالبانو د نشه يي توکو ۶۸ کارخونې یې له منځه وړې او یوسلو پنځوس طالب وسله وال وژل شوي او څلوېښت نور ټپیان دي.

خو هغه مهال د سیمې اوسېدونکو د طالبانو وژل کېدو په تړاو ادعاوې رد کړې او ویې ویل چې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پېښې په تړاو د څېړنو په راپور کې راغلي دي چې د پېښې په قربانیانو کې ۱۴ ماشومان او یوه ښځه شامله وه.

شریک یي کړئ