Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

یوناما د میرزا اولنګ وژنو په اړه خپله څېړنه خپره کړه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پلاوي دفتر یا یوناما(نن یک‎شنبې د زمري۲۹مه) د سرپل ولایت صیاد ولسوالۍ میرزا اولنګ درې وژنو په اړه خپل راپور خپور کړی.

د یاد بنسټ راپور ښیې چې طالبانو او داعش ډلې په میرزا اولنګ کې د ملکي کسانو په ګډون ۳۶ تنه وژلي دي.

د یوناما په خبرپاڼه کې راغلي دي:«کابو نیمايي کسان د اګوسټ میاشتې په ۵وژل شوي دي چې د دولت مخالفو وسله‎والو ښځې او ماشومان جلا کړي او ملکي کسان او سیمه‎ييز پاڅون کوونکي یې ۱۸ تنه وژلي دي، دوی یوه ښځه هم چې هڅه یې کوله وتښتې په ډزو وژلې ده.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو لوی منشي استازی، تادامیچي یاماموتو ویلي دي:«زه د ملکي کسانو دا ویره‎وونکي په نښه کول، او هغو کسانو چې له جګړې لاس په سر شوي وو، د نړیوالو حقوقو څخه سرغړونه ده، غندمه. د دې پېښې عاملان باید ځواب اوايي.»

دا بنسټ همداراز ټينګار کوي، دوی داسې کوم سند نه دی پیدا کړی چې سرونو پرېکول، برمته کول او یا د ښځو زورونه ښکاره کړي.

خبراپاڼه زیاتوي:«زموږ د بشري حقونو ډلې له خلکو او د پېښې له شاهدانو سره مرکې کړې کړي خو د جنسي زورونو په اړه چا څه نه دي ويلي.»

یوناما پر ډېرو څېړنو ټينګار کوي دا چې په میرزا اولنګ کې یو قوم په نښه شوی او که نه، ځکه چې په دې دره کې تر ډېره شیعیان اوسېږي.

د یوناما راپور د دولت له مخالفو وسله‎والو غوښتنه کوي چې د ملکي کسانو وژنه دې ودروي.

د ملګرو ملتونو بشري حقونو راپور که څه هم چې ښیې ۳۶ تنه ملکي کسان او هغو کسانو چې له جګړو لاس په سر شوي وو، وژل شوي دي، خو له خلکو سرونه پرېکول، د خلکو برمته کول او جنسي زورونې نه تائیدوي

شریک یي کړئ