Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

یوناما: شپږو میاشتو کې له زرو ډېر ملکي کسان د جګړو قرباني شوي

هېواد کې د ملکي مرګ ژوبلې په تړاو د ملګرو ملتونو تازه راپور ښیې چې د روان زیږدیز کال لومړۍ نیمايي کې ۱۲۸۲ ملکي کسانو نښتو کې ژوند بایللی او ۲۱۷۶ ټپیان شوي دي.

دغه راپور چې نن(دوشنبې د زمري په ۶مه نېټه) خپور شوی که څه هم چې د ملکي کسانو مرګ ژوبلې کچه د تېر کال همدې مودې پرتله ۱۳ سلنه ټيټه ښیې، خو لامل یې د بهرنیو ځواکونو او داعش ډلې د پوځي عملیاتو کمېدل بولي.

یوناما د افغانستان جګړه د نړۍ په کچه د ملکي وګړو لپاره ترټولو وژونکې بللې ده او زیاته کړې یې:«دا باید په پام کې ونیول شي، چې د افغان ملي امنیتي ځواکونو او طالبانو لخوا  د رامینځته شویو ملکي  تلفاتو په کچه کې هیڅ کم والی نه دی راغلی.»

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، دیبرا لاینز د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتنه کړې چې جګړو کې د ملکي کسانو خوندیتوب ته پام وکړي:«په داسې وخت کې چې د افغانستان حکومت او طالبان تاریخي فرصت لري چې د سولې خبرو اترو لپاره د خبرو میز ته سره راټول شي، تریخ حقیقت دا دی چې جګړه هره ورځ په دوامداره توګه ملکي وګړو ته لوی زیان اړوي.»

د راپور له مخې په ټولییز ډول ۵۸ سلنه ملکي مرګ ژوبله د دولت ضد عناصرو له خوا رامنځ ته شوې چې د طالبانو ته۵۸۰ وژل شوي او ۸۹۳ ټپیان منسوب شوي دي همداراز د جنوري له لومړۍ نیټې د جون تر دېرشمې دټولو تلفاتو شمېر ۴۳ سلنه جوړوي.

ملکي تلفات چې افغان امنیتي ځواکونو ته منسوب شوي ۹ سلنه زیات شوي، چې په عمده توګه د هوایي بریدونو او د ځمکنیو شخړو پر مهال د نامستقیمو ډزو له امله رامنځ ته شوي دي. د ۲۰۲۰ کال د لومړیو شپږو میاشتو په اوږدو کې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د هوایی بریدونو له امله ملکي تلفات دتیر کال دهمدې مودې په پرتله درې برابره لوړ شوي.

راپور کې د کال په لومړۍ نیمایي کې افغان ملي امنیتي ځواکونه دملکي وګړو دټولو تلفاتو د ۲۳ سلنې مرګ ژوبلې چې ډله کې یې ۲۸۱ وژل شوي او ۵۰۸ ټپیان شامل دي، مسوول ګڼل شوي:«دولت پلوه ځواکونه د تر ټولو زیاتو ماشومانو د مرګ لامل پاتې شوي دي.»

یوناما د ۲۰۲۰ کال په دویمه ربع کې نړیوالو ځواکونو ته منسوب هیڅ ډول ملکي تلفات د روانې جګړې په لړ کې نه دي ثبت کړي.

ملګرو ملتونه وايي چې افغانستان کې د جګړې غو قربانیانو له ډلې ۴۰ سلنه یې ښځې او ماشومان جوړوي:«‎د کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د جګړې له امله ۱۳۸ ښځې وژل شوې او ۲۵۹ ټپیانې شوي دي.»

راپور ښيې چې یاده موده کې ۳۴۰ ماشومان وژل شوي او ۷۲۷ تپیان شوي دي.

شریک یي کړئ