په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستیالۍ پلاوي دفتر (یونما) د چهارشنبې پر ماښام کابل کې پرلهپسې بریدونه وغندل او څرګنده یې کړه چې په دغو بریدونو کې ۲۲ تنه ولسي وګړي وژل شوي او څه باندې ۷۵ تنه نور ټپيان دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو، دا بریدونه ترهګریز بریدونه وبلل او وې ویل چې دا پېښه زړه بوږنوونکې ده.
هغه وویل:«موږ د داشان بریدونو په وړاندې د خپل کرکې په څرګندولو سره د افغانانو تر څنګ ولاړ یوو.»
په همدې حال کې د امریکا سفارت کابل کې د تېرې ورځې پر ماښام بریدونه په کلکه وغندل.
د امریکا سفارت په یوې بیانیه کې د قربانیانو له کورنیو او خپلوانو سره د غم شریکي کړې او ویلي یې دي چې په دغې پېښه کې زړور ځوانان وژل شوي دي.
په دغې بیانیه کې همدارنګه راغلي چې امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې او د سولې په راوستو کې د افغان حکومت تر څنګ ولاړ دی.