د پروان د والي دفتر په یوې خبرپاڼه کې د دې پخلی کوي چې د بګرام هوايي ډګر شپږ تنه کارکوونکي د طالبانو په یوه برید کې وژل شوي دي.
د پروان د والي ویانده وحیده شهکار وايي چې دغه برید د پجشنبې پر شپه ۹:۴۰ دقیقې هغه مهال رامنځته شو چې د بګرام هوايي ډګر ۱۰ تنه کارکوونکي په یوې ریکشا کې سپاره د کور په لور روان وو چې پرې ډزې شوي دي.
هغه وايي چې په دغه برید د طالب جنګالیو له خوا شوی دی، د دغو کارکوونکو درې تنه نور ټپیان دي.
طالبانو په دغه برید کې خپل لاس لرل رد کړي دي.