Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

یوه ځانمرګي بریدګر ماشوم ځان د فاریاب پولیسو ته تسلیم کړ

یو ماشوم چې د ځانمرګي برید لپاره چمتو کېده له طالبانو څخه وتښتېد او ځان یې د فاریاب پولیسو ته وسپاره.

ده ماشوم ۱۲ کالن دی؛ ادعا کوي چې نور ماشومان هم د ځانمرګو بریدونو روزنې په حال کې دي.

ویل کېږي چې د دغه ماشوم پلار د ۷۰۰ زره افغانیو په بدل کې خپل زوی پر مخالفو وسله والو پلورلی دی څو ورته د ځانمرګو بریدونو روزنه ورکړي خو دغه ماشوم د طالبانو له منګولو تښتېدلی او ځان یې پولیسو ته سپارلی دی.

ځانمرګي برید ته چمتو شوي ماشوم وویل: "ورته و مې ویل چې موږ ټوټې ټوټې کېږو؛وې ویل چې جنت ته ځئ.پوځي خلک او د هغوی قومندانان وژنئ او جنت ته ځئ".

هغه زیاته کړه: "شپږ تنه نور ماشومان هم وو؛خو زه (د فاریاب ولایت قیصار ولسوالۍ)چهار شنبې بازار ته وتښتېدم او ځان مې امنیتي ځواکونو ته تسلیم کړ".

د فاریاب پولیس وايي چې مخالفو وسله والو غوښتل له دغه ماشوم څخه د یو ځايي چارواکي په له منځه وړو کې کار واخلي .

د فاریاب د امنیې قومندان سید آقا اندرابي په دې اړه څرګنده کړه: "دغه ماشوم په هغې سیمه کې له ملاقیوم چې د طالبانو یو له قومندانانو څخه دی سره وو په هغه ځای کې شپږ نور ماشومان هم په همدې بڼه دي چې طالبانو هغوی په جبر او زور سره له کورنیو څخه یې پېرلي دي او له ځان سره یې ساتلي دي ترڅو هغوی ته روزنه ورکړي او وروسته د هغوی په واسطه ځانمرګي بریدونه ترسره کړي".

د افغانستان په جګړه کې له ماشومانو کار اخیستل تل له نیوکو سره مخ شوي دي.

تر دې وړاندې له بدخشان څخه د طلوع نیوز یوه رپوټ ښودلې وه چې د دولت مخالف وسله والو له ماشومانو او تنیکو ځوانانو څخه د جنګیالیو په توګه کار اخلي .

د بشپړ رپوټ د لیدو لپاره دا ځای کېکاږئ:

یو ماشوم چې د ځانمرګي برید لپاره چمتو کېده له طالبانو څخه وتښتېد او ځان یې د فاریاب پولیسو ته وسپا

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه