Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

یوه ځوان د خپلواکۍ په مناسبت د امان الله خان مجسمه جوړه کړې

یوه ځوان د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ۱۰۱ کلیزې په مناسبت د اوسپنې له ټوټو د شاه امان الله مجسمه جوړه کړې ده.
 
عمر خاموش د ۱۵۰ زره نټونو په کارولو سره دغه مجسمه جوړه کړې چې څلور متره لوړوالی او درې متره پنډوالی لري.

ښاغلی خاموش وایي چې د مجسمې له جوړولو موخه د امان الله خان د اتلولۍ انځورول او د افغانانو تر منځ د یووالي رامنځته کول دي.

د څلورو مټرو په اوږدوالي سره د  امان الله خان دغې اوسپنېزې مجسمې درې میاشتې وخت ونیوه او د اوسپنې هغه ټوټې په کې وکارول شوې چې په موټرو کې ترې کار اخیستل کېږي.

مجسمه جوړونکی او انځورګر عمر خاموش په دې اړه وویل:«هومره کسان چې موږ له دغو ستونزو سره د خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره له لاسه ورکړي دي، هر نټ پر دغو کسانو دلالت کوي.»

دا مجسمه جوړونکی او همکاران یې وایي هڅه کوي چې په هغو اوزارو سره چې ګمان کېږي نورې د ګټې اخیستنې وړ نه دي مجسمه جوړه کړي.

عمر خاموش وایي که چېرې مجسمه سمه وساتل شي تر ۲۰۰ کلونو پورې به روغه پاتې شي.

ګرافیک ډیزاینر منصور هم وویل:«هغه هنري اثار چې پنځول کېږي که نقاشي وي او که مجسمه د یوه پنځوونکي د ورځې او شپې د هڅو پایله ده او باید ارزښت ورکړل شي.»

دا هنرمندان وایي داسې انګېرل کېږي چې د تاوتریخوالي او جګړې دوام به هنري اثار له منځه یوسي، خو هڅه کوي چې د تازه هنري آثارو په جوړولو او پنځولو سره د دغو هنرونو د ارزښت د ساتلو لپاره مبارزه وکړي.

دا ځوان مجسمه جوړونکی غواړي چې د ده په لاس جوړه شوې مجسمه د دارالامان ماڼۍ ته نژې کېښودل شي.

ده د امان الله خان د مجسمې تر ځنګ د اوسپنو له همدغو ټوټو نه د دشت برچي پر سل بستریز روغتون په برید کې د ښځو او ماشومانو د وژل کېدو په تړاو د یوه ماشوم مجسمه هم جوړه کړې ده. دی له څه باندې پنځلسو کلونو راهیسې هنري کارونه کوي.

دا مجسمه د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ګټلو د یو سلو یوومې کلیزې په پار جوړه شوې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه