Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

یوې مېرمن هرات کې د ښځو لپاره ځانګړې کافي خونه جوړه کړې

هرات کې یوې مېرمن په خپلې شخصي پانګونې سره، د ښځو لپاره یوه ځانګړې کافي خونه (کافه) او همدارنګه د جامو دایمي نندارتون جوړ کړی دی.

دا مېرمن چې طلایه راوک نومېږي، وايي چې د ښځو او نجونو لپاره د ډېرو اسانتیاو د رامنځته کولو لپاره، د دغه نندارتون جامې په انلاین توګه هم پلورل کېږي.

طلایه راوک همدارنګه وايي چې د دغه کافي خونې او نندارتون له جوړولو سره، څو نورو ښځو ته هم د کار زمنیه برابره شوې ده.

مېرمن راوک زیاتوي:«دا ځای موږ به بشپړه توګه متفاوته جوړ کړی له دې سره هم مهاله دا چې مېرمنې پېر کوي له خپلو دوستانو سره راشي او په راحته کېني چای وڅښيو قهوه او صمیمانه خبرې سره ولري.»
 
طلایه راوک دغه دایمي نندارتون او کافي خونه له خپلو شخصي پیسو جوړه کړې ده.

د طلایي تر څنګ، ځينې نورې نجونې هم دلته په کار بوختې دي.

خیاطه منصوره علی‎زايي په دې اړه وايي:«دا زموږ لپاره یوه ستره لاسته راوړنه ده، چې اوس وتوانېدو یو ځای جوړ کړو چې پېرودونکي وکړای شي راشي او زموږ له جنس څخه لیدنه وکړي.» 

د کالیو د دغه دایمي نندارتون او د ښځو لپاره د ځانګړې کافي خونې جوړول د دغه ولایت د ښځو او نجونو له تود هر کلي سره مخ شوی دی.

د نندارتون لېدونکې سمین صدف وايي:«له شک پرته، دا ډول اقدامات کولای شي نورې ښځې هم وهڅوي چې هغوی هم راشي او کوچنۍ سوداګرۍ پيل کړي.»

د نندارتون لېدونکې او هرات مېشته ضیا گل عظیمي هم څرګندوي:«د دا ډول ځایونو جوړول د مېرمنو لپاره یوه اړتیا ده.»

په تېرو څو کلونو کې ځينې ښځو او نجونو هڅې کړي؛ چې په خپلو پانګونو سره  په هرات کې کوچنۍ سوداګرۍ رامنځته کړي.

دغه پانګوالې مېرمنې وايي چې له دغه کار سره غواړي چې له یوې خوا اقتصادي ځان بساینې ته ورسېږي، له بخوا نورو نجونو او ښځو لپاره هم کاري فرصتونه برابر کړي.

شریک یي کړئ