Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل نننی برید د بریدګرو له وژل کېدو سره پای ته ورسېد

 نن له غرمې مخکې (دوشنبې د چنګاښ په ۱۰مه) د نهو بجو په شاوخوا کې ځانمرګو بریدګرو د کابل ښار د اتمې حوزې په اړوند سیمه پل محمود خان د ملي دفاع وزارت د لوجستیک پر مرکز برید وکړ.

دغو بریدګرو لومړی له چاودېدونکو توکو ډګ موټر ته د دغه مرکز په دروازه کې چاودنه ورکړه او وروسته دغه مرکز ته ننوتل او په نښتې یې پیل وکړ.

دا چاودونه دومره ځواکمنه وه چې د هغه غږ د کابل ښار په لیري سیمو کې هم اورېدل شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وايي چې په دغې پېښه کې تراوسه یو تن وژل شوی او کابو سل تنه نور ټپيان دي چې روغتونونو ته لېږدول شوي دی.

د دغې پېښې ډېری ټپیان ماشومان او ولسي وګړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي چې امنیتي ځواکونو، یو بریدګر وژلی، خو نښته لا هم روانه ده.

تراوسه روښانه نه ده چې څو تنه بریدګر په دغه پېښه کې دخیل دي.

د کورنیو چار وزارت ویاند نصرت رحیمي نن ماسپښين څلور بجې او پنځه څلوېښت دقیقې وویل امنیتي ځواکونو ټول یعنې پنځه واړه بریدګر چې په دغه برید کې دخیل وو ووژل او نښته پای ته ورسېده.

بلخوا د ملي دفاع وزارت  چارواکي وايي چې په دغه برید کې د ملي پوځ درې تنه سرتېري هم وژل شوي دی.

طالب ډلې، د دغه برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې په دغه برید کې د هغوی ډېر شمېر جنګیالي شامل دي.

طالبان په داسې حال کې پر دغه مرکز برید کوي چې د دغې ډلې استازي دم‎ګړۍ په قطر کې له امریکې سره د سولې پر خبرو اترو سره بوخت دي.

شریک یي کړئ