ننګرهار ولایت کې د یوې چاودنې په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رییس وژل شو او درې تنه نور یې ټپیان کړل.
د ننګرهار د والي ویاند عطااله خوګیاڼی وايي چې دغه چاودنه د ننګرهار ښار د اوومي امنیتي حوزي په اړوند سیمه کې پر یو موټر شوې ده.
نوموړی وايي دغه چاودنه د ننګرهار پوهنتون د ژبي او ادبیاتو پوهنځي د رییس مسعود نیک بخت پر موټر شوې ،چې له امله يې نوموړی وژل شوی او درې تنه نور ټپيان دي.
مسعود نیک بخت د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي رییس او د پخواني جهادي قوماندان مولوي خالص وراره و.